د اولني خليفه ابوبكر صديق د وفات ورځ (سبا) د شورو په ورځ لمانځلے شي

لاهور۔24دسمبر(اے پی پی) د اولني خليفه ٬ امیر المومنین سیدنا حضرت ابوبکر صدیق (رض) د وفات ورځ نن په 22 جمادی الثانی ٬ 25 دسمبر د شورو په ورځ د صوبائي سرښار لاهور په شمول په ګرد هېواد كښې عقيدت او احترام سره لمانځلے شي۔ په دې لړ كښې به بېل مذهبي جماعتونه او تنظيمونه په ګرد هېواد كښې جلسې ٬ سيمينارونه او نورې دستورې كوي په كومو كښې به …

لاهور۔24دسمبر(اے پی پی) د اولني خليفه ٬ امیر المومنین سیدنا حضرت ابوبکر صدیق (رض) د وفات ورځ نن په 22 جمادی الثانی ٬ 25 دسمبر د شورو په ورځ د صوبائي سرښار لاهور په شمول په ګرد هېواد كښې عقيدت او احترام سره لمانځلے شي۔ په دې لړ كښې به بېل مذهبي جماعتونه او تنظيمونه په ګرد هېواد كښې جلسې ٬ سيمينارونه او نورې دستورې كوي په كومو كښې به چې د حضرت ابوبكر صديق (رض) په فضائلو ٬ مناقبو ٬ سيرت٬ كردار او كارنامو رڼا اچولو سره هغوي ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولې شي۔ په دې موقعه به هېواد كښې بېل تنظيمونه د صحابه كرامو د مدحې جلوسونو اهتمام هم كوي۔ دغسے په دې ورځ به په ورځپالڼو كښې د خصوصي اشاعت او په رېډيو ٬ ټي وي او د ابلاغ په نورو ذريعو د خصوصي پروګرامونو وړاندې كولو اهتمام كولے شي۔

مزید خبریں