پېښور 21 دسمبر (اے پي پي) وفاقي وزير او خېبر پښتونخوا صدر مسلم ليګ (ن) انجينئر امير مقام د نوشهره په ګرډ اسټېشن د پي ټي آئي اېم اين اے ذوالفقار علي او د هغه د ملګرو د بريد غندنه كړي۔ خپل يو بيان كښې وفاقي وزير انجينئرامير مقام ووئيل د اولسي نمائندګانو كار اولسي مسئلې حل كول وي نه چې قانون شکني، په ادارو بريدونه او سرکاري املاك ته …
وفاقي وزير انجينئر امير مقام د نوشهره په ګرډ اسټېشن د بريد غندنه

مزید خبریں
پېښور 21 دسمبر (اے پي پي) وفاقي وزير او خېبر پښتونخوا صدر مسلم ليګ (ن) انجينئر امير مقام د نوشهره په ګرډ اسټېشن د پي ټي آئي اېم اين اے ذوالفقار علي او د هغه د ملګرو د بريد غندنه كړي۔ خپل يو بيان كښې وفاقي وزير انجينئرامير مقام ووئيل د اولسي نمائندګانو كار اولسي مسئلې حل كول وي نه چې قانون شکني، په ادارو بريدونه او سرکاري املاك ته زيان رسول۔دا پېښه خېبر پښتونخوا كښې د پي ټي آئي حکومت د ناکامۍ او انتشار سياست ښكاره ثبوت دے۔ده ووئيل د ادارو په ضد سپكي توري او ريکارډ تباهي د نه زغملو او غندني وړ ده۔ انجينئر امير مقام ووئيل دا ډول پېښي د قانون د خلاف ورزۍ مترادف دې بايد اړوندي اداري دې پېښو كښې ككړ كسانو په ضد سخته کارروائي وكړي دغسې چې د قانون سرلوړي باوري شي۔ده اولس ته اپيل وكړو چې دا ډول عناصر مسترد کړي كوم چې په آسانه شهرت او اړي ګړي د لارې خپله ايجنډا مسلط کول غواړي۔









