د كورنيو چارو وفاقي وزير د قومي وطن ګوند چيئرمېن آفتاب احمد خان شيرپاؤ سره ملاقات

پېښور 21 دسمبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د قومي وطن ګوند چيئرمېن آفتاب احمد خان شيرپاؤ کور ته تللو سره هغه سره ملاقات كړې۔جاري شوې بيان له مخې آفتاب احمد خان شير پاؤ د كورنيو چارو وزير هركلے وكړو۔د كورنيو چارو وزير د پخواني وزيراعليٰ آفتاب احمد خان شير پاؤ سره ملاقات كښې د شريكې خوښي ٬ په سياسي چارو او د هېواد مجموعي …

پېښور 21 دسمبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د قومي وطن ګوند چيئرمېن آفتاب احمد خان شيرپاؤ کور ته تللو سره هغه سره ملاقات كړې۔جاري شوې بيان له مخې آفتاب احمد خان شير پاؤ د كورنيو چارو وزير هركلے وكړو۔د كورنيو چارو وزير د پخواني وزيراعليٰ آفتاب احمد خان شير پاؤ سره ملاقات كښې د شريكې خوښي ٬ په سياسي چارو او د هېواد مجموعي صورتحال پشمول خېبر پښتونخوا كښې د امن و امان په صورتحال خبري اتري كړي۔د كورنيو چارو وزير هغه د خېبرپښتو نخوا او په خاص توګه کرم كښې د امن لپاره د اقداماتو خخه خبر كړو۔د كورنيو چارو وزير ووئيل آفتاب احمدخان شير پاؤ بزرګ سياستمدار دے،خېبر پښتونخوا كښې د آفتاب احمد خان شير پاؤ د سياسي خذماتو هر څوك اعتراف كوي۔ده ووئيل د ايپکس کمېټۍ په غونډه كښې کے پي کے او په خاص توګه کرم كښې امن لپاره مهمي پريكړې شوي، خېبر پښتونخوا كښې د امن لپاره به تر آخري حد ځو۔ محسن نقوي ووئيل د کرم ايجنسۍ په مسئله بايد كوم هم سياسي ګوند يا ډله سياست ونه كړي،دا ډيره حساس معامله ده۔په دې موقع د قومي وطن ګوند صوبائي صدر سکندر شير پاؤ هم موجود وو۔

مزید خبریں