کراچۍ۔ 18 دسمبر (اے پی پی) د سندھ ګورنر كامران خان ټېسوري سره امريكائي سفير ډونلډ بلوم په ګورنر هاؤس كښې ملاقات وكړو۔ په دې موقعه لنډ مهال قوصل جنرل ایمی هوډ (Amy Hood) هم موجود ؤ۔ ګورنر هاؤس څخه د جاري شوې اعلاميې له مخې په ملاقات كښې د زده كړو ٬ روغتيا او معيشت په څانګو كښې په مرسته د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په ملاقات كښې د سندھ …
د سندھ ګورنر سره د امريكائي سفير ډونلډ بلوم ملاقات ٬ د زده كړو ٬ روغتيا او معيشت په څانګه كښې په مرسته د خيالاتو څرګندونه

مزید خبریں
کراچۍ۔ 18 دسمبر (اے پی پی) د سندھ ګورنر كامران خان ټېسوري سره امريكائي سفير ډونلډ بلوم په ګورنر هاؤس كښې ملاقات وكړو۔ په دې موقعه لنډ مهال قوصل جنرل ایمی هوډ (Amy Hood) هم موجود ؤ۔ ګورنر هاؤس څخه د جاري شوې اعلاميې له مخې په ملاقات كښې د زده كړو ٬ روغتيا او معيشت په څانګو كښې په مرسته د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په ملاقات كښې د سندھ ګورنر او امريكائي سفير د دوه اړخيزه اړيكو لا مضبوطولو عزم څرګند كړو۔ ګورنر ووئيل د راشن ډرائیو د لارې د مستحقينو مرسته كولې شي او تر دې دمه 9 لكه څخه زياتو مستحقينو ته راشن بېګز وركړې شوي دي۔ ده ووئيل د آئي ټي د نوې كورسونو تعليم وېړيا وركولې شي۔ 50 زره ځوانان د ګورنر هاؤس او نور آن لائن آئي ټي كورسز زده كړې ترلاسه كوي۔ ډونلډ بلوم ووئيل د ګورنر د اولسي خذمت منصوبې د تقليد وړ دي۔ امریکائي سفیر د شجركارۍ كمپائن لاندې په ګورنر هاؤس كښې اونه نال كړه او د مېلمنو په كتاب كښې يۍ په پاك امريكا ملګرتيا خپلې څرګندونې وليكلې۔









