پېښور ۔ 18 دسمبر (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا وزيراعلی علي امين ګنډاپور په مشرۍ كښې د لېنډ ريكارډ کمپیوټرائزېشن په اړه غونډه وشوه۔ د وزیر اعلیٰ هاؤس پېښور چارواكو لخوا د جاري شوي بيان له مخې په غونډه كښې په لېنډ ریکارډ کمپیوټرائزېشن تر دې دمه د شوي پېشرفت جاج واغستلے شو۔ په غونډه كښې د ريونيو او اېس بي آر صوبائي وزير په شمول نورو اړوندو چارواكو …
د وزيراعلی علي امين ګنډاپور په مشرۍ كښې د لېنډ ريكارډ کمپیوټرائزېشن په اړه غونډه

مزید خبریں
پېښور ۔ 18 دسمبر (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا وزيراعلی علي امين ګنډاپور په مشرۍ كښې د لېنډ ريكارډ کمپیوټرائزېشن په اړه غونډه وشوه۔ د وزیر اعلیٰ هاؤس پېښور چارواكو لخوا د جاري شوي بيان له مخې په غونډه كښې په لېنډ ریکارډ کمپیوټرائزېشن تر دې دمه د شوي پېشرفت جاج واغستلے شو۔ په غونډه كښې د ريونيو او اېس بي آر صوبائي وزير په شمول نورو اړوندو چارواكو ګډون وكړو۔ غونډې ته خپل خطاب كښې وزيراعلی علي امين ګنډاپور د کمپیوټرائزېش عمل تندولو له د فوري ګامونو پورته كولو هدايت كولو سره ووئيل د لېنډ ریکارډ کمپیوټرائزېشن بشپړولو له دې ضروري مالي وسائل په ترجيحي بنيادونو باوري كړې شي۔ په ضم شوو ضلعو كښې لېنډ سېټلمنټ او ډیجیټائزېشن لپاره د ګاډو انتظام كولو هدايت سره ده ووئيل د لېنډ ریکارډ کمپیوټرائزېشن د وخت مهم ضرورت دے او دې سره به د بدعنوانو مخنيوې وكړے شي۔ ده ووئيل د لېنډ ریکارډ جی اېس مېپنګ ته دې خصوصي پاملرنه وكړې شي٬ په دې منصوبو كښې به كوم تاخير يا سستي ونه زغملې شي۔ غونډې ته د لېنډ ریکارډ په کمپیوټرائزېشن تر دې دمه د شوي پېشرفت په اړه بريفنګ وركړے شو۔ د بریفنګ له مخې اېبټ آباد، مردان، بونیر، کوهاټ، ټانک، شانګله او هنګو كښې د کمپیوټرائزېشن عمل 100 فيصد او پېښور كښې 98 فیصد بشپړ كړے شوے









