پېښور ۔ 18 دسمبر (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا د اطلاعات صلاحكار بېرسټر سېف او د وزيراعلې د صحت سلاكار احتشام علی وئيلي دي په كرم كښې كوچنيان د داروګانو د كمي له امله نه دي مړه شوي ، په دې لړ كښې پلټنې روانې دي۔ د صحت صلاحكار ووئيل په سوشل ميډيا د داروګانو د كمي اطلاعات وو٬ كوچنيان د داروګانو د كمي له امله نه دي مړه …
په كرم كښې كوچنيان د داروګانو د كمي له امله نه دي مړه شوي ٬ د خېبر پښتونخوا د صحت صلاحكار

مزید خبریں
پېښور ۔ 18 دسمبر (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا د اطلاعات صلاحكار بېرسټر سېف او د وزيراعلې د صحت سلاكار احتشام علی وئيلي دي په كرم كښې كوچنيان د داروګانو د كمي له امله نه دي مړه شوي ، په دې لړ كښې پلټنې روانې دي۔ د صحت صلاحكار ووئيل په سوشل ميډيا د داروګانو د كمي اطلاعات وو٬ كوچنيان د داروګانو د كمي له امله نه دي مړه شوي ٬ د امنيتي وضعې له امله اوس هم زمونږ ځينې ګاډي په کمشنر هاوس كوهاټ كښې ولاړ دي۔ د اطلاعات صلاحكار بېرسټر ډاکټر سېف ووئيل مونږ د 4 کروړه روپو داروګان رسولې دي٬ كوم ماشومان چې مړه شوي سبب معلومولو له يۍ پلټنې روانې دي۔ ده ووئيل په پاړه چنار كښې د لارو د بندېدو له امله دغلته مسئلې شته٬ له دې كبله د داروګانو او خوراك څيزونو مسئله لا زياته پېچلې شوې ۔ ده ووئيل خلق مورچو كښې ناست دي ٬ توغندي او درنه وسله لري۔ ده ووئيل په دې حالاتو كښې د خېبر پښتونخوا حكومت لخوا پرېكړه شوې چې مونږ له به كرم وسلې څخه پاكول وي۔ بېرسټر سېف ووئيل ځينې كسان وسله غورځولو له چمتؤ نه دي ٬ د حكومت لخوا پرېكړه شوې چې بېنكرز به ختمول وي٬ امنيتي وضعه به ښه كول وي۔ ده ووئيل تر كومې چې دوي وسله بېرته راكړې نه وي تر هغه وخت به لارې بندې وي۔ ده ووئيل څومره كسان چې دغې ځاے څخه اوځي هغه رېسكيو كوؤ









