جده 03 جولائی (اے پي پي) د سعودی کابینې د فلسطین اولس په ضد د اسرائیل جارحیت مخنيوي لپاره په سیاسی او انسانی بنیادونو د خپلو شراكتدارو سره په ګډه هڅو روانو ساتلو له د عزم پخلے كړې دے۔ اردو نیوز له مخې سعودی عرب او اتحادی هېوادونو په غزه كښې په جنګ بندۍ زور راوړلې دے دغسې چې هلته بے كوره شوې 20 لکهه څخه زياتو فلسطینیانو مرسته وكړې …
د سعودی کابینې غونډه ، په غزه كښې د جنګ بندۍ هڅو روانو ساتلو له د عزم پخلے

مزید خبریں
جده 03 جولائی (اے پي پي) د سعودی کابینې د فلسطین اولس په ضد د اسرائیل جارحیت مخنيوي لپاره په سیاسی او انسانی بنیادونو د خپلو شراكتدارو سره په ګډه هڅو روانو ساتلو له د عزم پخلے كړې دے۔ اردو نیوز له مخې سعودی عرب او اتحادی هېوادونو په غزه كښې په جنګ بندۍ زور راوړلې دے دغسې چې هلته بے كوره شوې 20 لکهه څخه زياتو فلسطینیانو مرسته وكړې شي۔ ولی عهد او وزیراعظم شهزاده محمد بن سلمان په مشرۍ كښې په جده كښې شوې د کابینې په غونډه كښې د هېواد الشرقیه ریجن او ربع خالی كښې د تیل او ګاز پانګو مندلو هركلے وكړې شو او هيله څرګنده شوه چې دې سره به د توان نړيوال مارکیټ كښې د هېواد د قیادت پوزیشن لا قوي شي۔











