د لبنان په وضعه ژور نظر لرؤ٬ د سعودي وګړي دې په سمدستي توګه سيمه پريږدي٬ سعودي چارواكي

بېروت۔1جولائی(اے پی پی) د سعودی عربستان چارواكو په لبنان كښې مېشته خپلو وګړو ته وئيلي دي چې هغوي د سوئيلي سيمې صورتحال تر مخه لبنان پرېږدي۔ اېس پی اے په بېروت كښې سعودي سفارتخانې څخه د جاري شوي بيان په اړه ووئيل مملكت د سوئيلي لبنان په وضعه ژور نظر لرلے ٬ سعودي وګړي دې لبنان ته سفر كولو څخه ډډه وكړي او څوك چې دغلته مېشته دي هغوي دې …

بېروت۔1جولائی(اے پی پی) د سعودی عربستان چارواكو په لبنان كښې مېشته خپلو وګړو ته وئيلي دي چې هغوي د سوئيلي سيمې صورتحال تر مخه لبنان پرېږدي۔ اېس پی اے په بېروت كښې سعودي سفارتخانې څخه د جاري شوي بيان په اړه ووئيل مملكت د سوئيلي لبنان په وضعه ژور نظر لرلے ٬ سعودي وګړي دې لبنان ته سفر كولو څخه ډډه وكړي او څوك چې دغلته مېشته دي هغوي دې دغې ځايې څخه اوځي۔ په بيان كښې وئيلې شوي چې په كوم هم بېړني صورتحال كښې وګړي سعودي سفارت سره رابطه كولې شي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې په غزه كښې جنګ پېل كېدو څخه وروستو د فريقېن ترمينځه هر ورځ د ډزو تبادله كيږي۔ بلخوا د اسرائيلي پوځ وېنا ده چې په لبنان د بريد منصوبې منظوري وركړې شوې او د دې توثيق هم شوے