بېروت ۔30 جون(اے پی پی) سعودی سفارتخانې خپلو وګړو ته په سمدستي توګه د لبنان پرېښودلو هدايت كړې دې۔ د عرب نيوز له مخې په لبنان كښې د سعودي عربستان سفارتخانې په يو جاري كړې شوي بيان كښې وئيلي چې مونږ په سوئيلي لبنان كښې په روانو پېښو ژور نظر ساتلے دے۔ سفارتخانې په ټولو سعودي وګړو زور راوړے دے چې هغوي دې لبنان ته سفر كولو څخه ډډه وكړي …
د سعودي سفارت خپلو وګړو ته په سمدستي توګه د لبنان پريښودو هدايت

مزید خبریں
بېروت ۔30 جون(اے پی پی) سعودی سفارتخانې خپلو وګړو ته په سمدستي توګه د لبنان پرېښودلو هدايت كړې دې۔ د عرب نيوز له مخې په لبنان كښې د سعودي عربستان سفارتخانې په يو جاري كړې شوي بيان كښې وئيلي چې مونږ په سوئيلي لبنان كښې په روانو پېښو ژور نظر ساتلے دے۔ سفارتخانې په ټولو سعودي وګړو زور راوړے دے چې هغوي دې لبنان ته سفر كولو څخه ډډه وكړي او دغلته وړاندې څخه مېشته وګړي دي په سمدستي توګه لبنان پرېږدي۔ په غزه كښې د جنګ پېل كېدو څخه وروستو د دواړو فريقو ترمينځه د روزانه په بنياد د ډزو تبادله كيږي۔ د روانې مياشتې په مهال له دواړو اړخونو دا تبادله زياته شوې ده۔ د اسرائیل پوځ وئيلي چې په لبنان د بريد منصوبې منظوري وركړې شوې او د دې توثيق شوے دے۔











