رباط 12 ستمبر (اے پي پي) مراکش كښې د تباهي خپرونكې زلزلې له امله د مړو شمېره 3 زره ته رسېدلې۔ د سعودي خبر رسنې ادارې له مخې داخله وزارت وئيلي دي چې په مراکش كښې د زلزلې له امله د مړو شمېره 2862 ته رسېدلې او د 2500 نه زيات كسان ژوبل شوي۔ د رېسکيو اهلكارو له مخې د نورو كسانو د لټون عمليات جاري دي۔ د يادونې وړ …
مراکش كښې د تباهي خپرونكې زلزلې له امله د مړو شميره 3 زره ته ورسيده
رباط 12 ستمبر (اے پي پي) مراکش كښې د تباهي خپرونكې زلزلې له امله د مړو شمېره 3 زره ته رسېدلې۔ د سعودي خبر رسنې ادارې له مخې داخله وزارت وئيلي دي چې په مراکش كښې د زلزلې له امله د مړو شمېره 2862 ته رسېدلې او د 2500 نه زيات كسان ژوبل شوي۔ د رېسکيو اهلكارو له مخې د نورو كسانو د لټون عمليات جاري دي۔ د يادونې وړ ده چې د مراكش په لوېديزه سيمه كښې د جمعې په شپه د 6.8 شدت زلزله راغلې وه كومه چې د كال 1960 نه پس په مراكش كښې د زيات شدت زلزله ګڼلې شي چې په نتيجه كښې يۍ 12 زره كسان مړه شوې وو









