اسلام آباد۔28ستمبر (اے پي پي)د وزیراعظم د اطلاعات او خیبر پښتونخوا چارو صلاحكار اختیار ولي خان په خیبر پښتونخوا كښې د ترهه ګرۍ په زياتېدونكو پیښو او د پولیس اهلکارو په شهادنونو د اندېښنې څرګندونې سره صوبائي حکومت څخه د خپلو ترجیحاتو واضحه كولو او د ترهه ګرۍ خلاف موثر ګامونو پورته كولو غوښتنه كړې ده ۔د ګل په ورځ د قامي اسمبلۍ غړې ثمر هارون بلور سره پریس …
د وزیراعظم د اطلاعات و خیبر پښتونخوا چارو صلاحكار اختیار ولي خان په خیبر پښتونخوا كښې د ترهه ګرۍ په زياتېدونكو پیښو او د پولیس اهلکارو په شهادتونو د اندېښنې څرګندونه وكړه
اسلام آباد۔28ستمبر (اے پي پي)د وزیراعظم د اطلاعات او خیبر پښتونخوا چارو صلاحكار اختیار ولي خان په خیبر پښتونخوا كښې د ترهه ګرۍ په زياتېدونكو پیښو او د پولیس اهلکارو په شهادنونو د اندېښنې څرګندونې سره صوبائي حکومت څخه د خپلو ترجیحاتو واضحه كولو او د ترهه ګرۍ خلاف موثر ګامونو پورته كولو غوښتنه كړې ده ۔د ګل په ورځ د قامي اسمبلۍ غړې ثمر هارون بلور سره پریس کانفرنس ته خطاب کښې د وزیراعظم کوآرډینیټر خیبر پښتونخوا كښې د ترهه ګرۍ په زياتېدونكو پیښو ، د پولیس اهلکارو په شهادتونو او صوبه كښې د امنيت په وضعه د اندیښنې څرګندونې كولو سره ووئېل د ترهه ګرۍ خلاف جنګ كښې د صوبائي حکومت جدي كېدل او خوښي نه ښكاري ، بلکې داسې محسوسېږي چې په كومه لاره يا بلا واسطه د قاچاق برو،ترهه ګرو ، د مكدوره توكو نیټ ورک او دغې سره د تړلو عناصر ته سهولت وركړے كېږي ، صوبه كښې د ترهه ګرۍ زياتېدونكو پیښو په اړه صوبائي حکومت له به ځواب وركول وي ، ټولو سیاسي ګوندونو ته د وړاندې كړو حقائقو تحقیق او تصدیق كول غواړي ۔ ده ووئېل د جنورۍ 2025ء نه تر 30 جون 2025ء او د جنورۍ 2026ء نه د اوسنۍ مودې د تقابلي جائزې تر مخه د پولیس اهلکارو شهادتونه نزدې 93 فیصد زيات شوي او د پولیس اهلکار د ژوبل كېدو پیښې 108 فیصد زياتې شوي دي ۔ ده ووئېل د ترهه ګرۍ بريدونو كښې هم نزدې 33.9 فیصد زياتوالے راغلے دے ۔ده ووئېل د وړاندې كړې شمېرې د مختلف ادارو څخه تصدیق شوے دے او دا ډیټا د مسلم لیګ (ن) ډلې ، پارلیمنټیرینز، صوبائي و ضلعي عهدیدارو او د ځېنې خبريالانو په مرسته مرتب کړې شوې ده ۔اختیار ولي خان ووئېل په 2025ء كښې د جنورۍ نه تر 30 جون خیبرپښتونخوا كښې د پولیس 63 اهلکار شهیدان شوي او سږ كال په دغې موده كښې 122 پولیس اهلکار شهیدان شوي دي ۔ دغسې تېر كال د پولیس 84 اهلکار ژوبل شوي وو او سږ كال دغه شمېره 175 ته رسېدلې ده ۔ ده ووئېل پیښور او قبائلي ضلعو كښې د ترهه ګرۍ 680 پیښې رامخې ته شوي او د ترهه كرۍ د پیښو لړۍ روانه ده ۔ د وزیراعظم کوآرډینیټر د کاؤنټر ټیررازم ډیپارټمنټ (سي ټي ډي) د وسائل په اړه هم پوښتنې كولو سره ووئېل ګرده خیبرپښتونخوا كښې د سي ټي ډي سره يوازې 9 ایم فور رائفلز او 11 نائټ وژن ډیوائسز شته ۔ ده ووئېل د صوبې سره په مجموعي توګه 17 بلټ پروف ګاړې دي او د پنجاب سره نزدې 76 او بلوچستان سره 42 بلټ پروف ګاړي موجود دي ۔ د ده وېنا وه د ترهه ګرۍ خلاف کارروائیو لپاره کروړونه روپۍ جاري كړې شوي خو دغه پیسه په زمكه نه ښكاري ،كه دا وسائل په وسله ، بلټ پروف ګاړو ، نائټ وژن ډیوائسز او په بلټ پروف جیکټس اغستو مصرف كړې شوې وو نود پولیس اهلکارو په مرګونو كښې کمے راوستلے كېدے شو ۔اختیار ولي خان ووئېل خیبرپښتونخوا كښې د ترهه ګرۍ مخ نيوي لپاره د جاري فنډز كارولو پلټنې د نیب، ایف آئي اے او نورو تحقیقاتي ادارو له پكار دي۔ ده اندیښنه ښكاره كړه دا وسائل سیاسي هلو ځلو او مارچز لپاره مصرف كېږي ۔ده ووئېل صوبه كښې پولیس د ترهه ګرۍ خلاف شهادتونه وركوي خو هغوي ته جدید وسله ، بلټ پروف جیکټس،ګاړی او نائټ ویژن ډیوائسز په څير بنیادي آسانۍ نه وركړې كېږي ۔ده ووئېل د خیبرپښتونخوا حالات داسې دي چې د صوبې سیاسي ګوندونو او قیادت ته د ترهه ګرۍ مسئلې ته پام لرنه به كول وي ۔ ده په پاکستان تحریک انصاف د ترهه ګرو تنظیمونو د سهولت کارۍ تور لګولو سره ووئېل صوبه كښې د ترهه ګرۍ زياتېدونكو پیښو په اړه به صوبائي حکومت له چواب وركول وي ۔ ده د وزیراعلیٰ سهیل آفریدي نه غوښتنه وكړه چې هغه په صوبه كښې د زياتېدونكې ترهه ګرۍ سمدستي چواب وركړي او د زمكې په كچه اقدامات وكړي ۔اختیار ولي خان ووئېل صوبه كښې د هسپتالونو ، یونیورسټیو او پولیس نظام په اړه هم سنجیدہ مسائل رامخې ته كېږي ۔ په پولیس د سیاسي کنټرول په اړه د وفاقي قوانین سره مخالف اقدامات اجازه به ورنه كړې شي ۔ده ووئېل خیبرپښتونخوا ته د ترهه كړۍ خلاف جنګ لپاره وفاق اربونه روپۍ وركړي٬ صوبائي حکومت له به وئيل وي چې دغه وسائل چرته مصرف شول ۔ ده ووئېل د وړاندې كړو حقائقو مقصد چا ته د غدارۍ تمغې وركول نه دي د اولس په وړاندې صورتحال اېښودل دي دغسې چې په حقائق پرېكړه وكړي۔ اختیار ولي خان ووئيل صوبه كښې د ترهه ګرۍ زياتېدونكو سیاسي هلو ځلو په ځائے بايد اولس ، پولیس، فوځ، ایف سي او د نورو سکیورټي ادارو تحفظ ته پام وكړے شي ۔ده ووئېل د خیبرپښتونخوا اولس به د يوې ترهه ګرۍ پیښې نه پس د بلې انتظار کولو صورتحال نه ويستل وي او صوبه كښې د امن و امان راوستو موثر اقدامات ضروري دي ۔پریس کانفرنس ته د قامي اسمبلۍ غړې ثمر بلور ووئېل خیبر پښتونخوا كښې د ترهه كړۍ زياتېدونكو پیښو كښې د پولیس اهلکارو شهادتونه، د نشه اي توكو زياتېدل او د صوبائي حکومت مبینه غفلت صورتحال ډېر اندیښمند كړے دے، د صوبې اولس ، مېرمنې ، كوچنيان ، كونډې او یتیمانان د حالات په رحم و کرم پریښودلې شوي دي ۔دې ووئېل د يو پختون په حېث دا صورتحال زمونږ ټولو لپاره د شرم دے ، مونږ دلته د يو سیاسي ګوند نمائندګي هم كوو خو د خیبر پښتونخوا د اولس هم ترجماني كوو د چا اولاد چې يتيمانان او مېرمنې كونډې دي ۔ دې ووئېل خیبرپښتونخوا كښې د ترهه ګرۍ پیښې روانې دي ، هره ورځ كومه چاودنه يا ناوړه پیښه رامخې ته كېږي ، نه ماشومان محفوظ دي ، مېرمنې او نه بزرګان٬ دغسې د جمعې مونځ کوونكې هم محفوظ نه دي ۔ دې ووئېل وزیراعلیٰ سهیل آفریدي ته د چوكۍ سنبھالولو په 112 ورځې پس د ایپکس کمیټۍ د وړومبۍ غونډې كولو خیال ورغلو او تر اوسه يې يوازې يوه غونډه رابللې ده ۔ ثمر بلور ووئېل په 23 ستمبر د خیبر پښتونخوا پولیس ایکټ 2026 معارفي كړے شو د كوم د لارې چې د پولیس انتظامي معاملات كښې د سیاسي مداخلت لاره هواره كړې كېږي ۔ دې ووئېل پولیس د وړاندې نه په محدود وسائل او زړو وسلو د ترهه ګرو مقابله كوي












