د ايم ايل ون اپ ګريډيشن څخه  د ريلوے لائن ګنجائش د 34 نه تر 120 ريل ګاډو رسېدلې شي٬د مسافرو د ټرين رفتار به 160 كلوميټر د ساعت په سر شي۔وفاقي وزير احسن اقبال

  منګوليا 28 ستمبر (اے پی پی)د منصوبه بندۍ وفاقي وزير احسن اقبال منګوليا كښې د مينځنۍ آسيا سيمه ايز اقتصادي مرستې پروګرام كنفرنس په  موقع د تجارت٬سېلګرۍ او سيمه ايز مسابقت ودې په موضوع  د پرمختيائي شراكتدارو په مكالمه كښې ګډون او خطاب وكړو ۔وفاقي وزير د مكالمې په مهال په ايم ايل ون پروژه مهم پېشرفت په بابله تفصيلي پريزنټيشن وركړے شو او  د كراچۍ٬ روهړي برخې اپ …

 

منګوليا 28 ستمبر (اے پی پی)د منصوبه بندۍ وفاقي وزير احسن اقبال منګوليا كښې د مينځنۍ آسيا سيمه ايز اقتصادي مرستې پروګرام كنفرنس په  موقع د تجارت٬سېلګرۍ او سيمه ايز مسابقت ودې په موضوع  د پرمختيائي شراكتدارو په مكالمه كښې ګډون او خطاب وكړو ۔وفاقي وزير د مكالمې په مهال په ايم ايل ون پروژه مهم پېشرفت په بابله تفصيلي پريزنټيشن وركړے شو او  د كراچۍ٬ روهړي برخې اپ ګريډيشن په اړه د شوي پېشرفت څخه پرمختيائي شراكتدار خبر كړے شول ۔وفاقي وزير د مينځنۍ آسيا سيمه ايزې اقتصادي مرستې ادارې او د ازبكستان پلاوي سره هم ملاقاتونه وكړل ۔احسن اقبال ووئيل  د ايم ايل ون د پاكستان ريلوے نظام كښې د ملا د تير حيثيت لري كوم چې د كراچۍ څخه تر پیښور په 1726 كلوميټره خپور دے او د ريلوے 76 فيصد مسافر ټريك او 98 فيصد فريټ سروس سنبهالوي۔ده ووئيل د موجوده بنيادي ډهانچې ستونزو باوجود ايم ايل ون د هېواد تجارت او معاشي هلو ځلو كښې مركزي كردار ادا كوي۔وفاقي وزير ووئيل  د ايم ايل ون اپ ګريډيشن يوازې ريلوے پروژه نه بلكې د پاكستان معاشي پرمختګ او تجارتي استعداد څخه نيغ په نيغه منسلك قامي ترجيح ده ۔ده ووئيل  د ايم ايل ون اپ ګريډيشن څخه د ريلوے لائن ګنجائش به د 34 نه تر 120 ټرينز تللے شي او د مسافرو ټرينونو رفتار 160 كلوميټر تر يو ساعت  او  د مال وړونكو ټرينونو رفتار د 30 نه تر 80 كلوميتر يو ساعت په سر كېدې شي۔د كراچۍ نه تر روهړي سفر وخ هم نزدې د 8 ساعتو نه  4 نيم ساعته پاتې شوے۔احسن اقبال ووئيل  اپر ګريډ شوې ريلوے د راهدارۍ زياتېدو سره د مال وړولو ضروريات پوره كولو كښې مهم كردار ادا كوي او تر 2035 د كال مال وړونكے طلب نزدې تر دوه كروړه لس لكه ټنه رسولو اندازه ده۔د كراچي-روهړي په برخه د پېشرفت په اړه وفاقي وزير ووئيل  نزدې د  2 اربه 50 كروړه ډالرو ماليت دا منصوبه د ايم ايل ون تر ټولو زيات پېشرفت كونكې برخه ده۔ آسيائي پرمختيائي بانك د دې پروژې لپاره مالي معاونت مشري كوي او د آسيائي بنيادي ډهانچې سرمايه كارۍ بينك٬نړيوال بانك٬اسلامي پرمختيائي بانك او د اروپائي سرمايه كارۍ بينك هم معاونت وركونكو شراكتدارو كښې شامل دي ۔وفاقي وزير د مينځنۍ آسيا سيمه ايزې اقتصادي مرستې پروګرام كنفرنس كښې ګډون د پاكستان لخوا بنيادي ډهانچې٬تجارت٬سېلګرۍ او سيمه ايزو رابطو ودې لپاره د سيمه ايزو شراكتدارو سره پرله پسې د مرستې او روابط برخه ده۔

مزید خبریں