د مودي سركار انتخابي نظام د ڼړيوال تنقيد سره مخ دے ٬  د چيف الېكشن كمشنر څخه د استعفې  وړاندې كولو غوښتنې زور ونيو

  نوے ډيلے 28 ستمبر)اے پي پي)  د مودي په حكومت كښې  انتخابي عمل او په ووټر فهرستونو كښې د مبينه وراني  تر مخه  په ګرد هند كښې  احتجاج او د استعفاګانو  وړاندې كولو  غوښتنو زور ونيولو  ٬  دغسې د هند انتخابي نظام هم د نړيوال تنقيد سره مخ دے ۔  نړيوالې مېډيا  او پوهانو په هند كښې  په خپلواكه او بې پرې ټاكنو  كولو  د سختو اندېښنو څرګندونه كړې …

 

نوے ډيلے 28 ستمبر)اے پي پي)  د مودي په حكومت كښې  انتخابي عمل او په ووټر فهرستونو كښې د مبينه وراني  تر مخه  په ګرد هند كښې  احتجاج او د استعفاګانو  وړاندې كولو  غوښتنو زور ونيولو  ٬  دغسې د هند انتخابي نظام هم د نړيوال تنقيد سره مخ دے ۔  نړيوالې مېډيا  او پوهانو په هند كښې  په خپلواكه او بې پرې ټاكنو  كولو  د سختو اندېښنو څرګندونه كړې ده۔ د نړيوالې جريدې “دي سټريټس تائمز” تر مخه  چيف الېكشن كمشنر  ګيانش كمار  د استعفې غوښتنه  كوونكو د كانګرېس  مظاهرچيانو   باندې پوليس د اوښكو بهېونكے ګېس استعمال كړے او د هغوي په زوره  د مخنيوي  هڅې يې كړې۔بل پلو  د هانګ كانګ ورځپاڼې  “ساوته مارننګ پوسټ” راپور كښې وئېلي دي   په ووټر فهرستونو كښې  د درغلې او سختو بے ضابطګيو  په ضد د سياسي خلقو  د اړخه د چيف الېكشن كمشنر نه د سمدستي استعفې وړاندې كولو غوښتنه كېږي۔   د هند جريدې دي وائر” تر مخه  پوليس د ووټر لسټونو د خرابيو په ضد  په امناكه احتجاج كوونكو  او عامو وګرو د ځورونې هڅې كړې  او په درځنونو كسان يې نيولي دي۔   د هېواد او نړيوالو پوهانو وېنا ده   د انتهابي  فهرستونو متنازعه كېدو څخه   په هند كښې تش د نامې د جمهوري تشحص بې نقابه شوے دے

 

مزید خبریں