د ډي آئي خان بريد لارې چارې تر كابل رسي ٬  صوبائي حكومت په 14 كالو كښې سکيورټي فورسز ته نه قيادت وركړے او نه وسائل٬ په هېواد كښې په 70 فيصده ترهګرۍ كښې افغانان ككر دي۔ د وزير مملكت طلال چوهدري پرېس کنفرنس

  اسلام آباد 28 ستمبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وزير مملکت سينيټر طلال چوهدري انکشاف وكړو چې پاکستان كښې په تېرو 2 نيمو دريو كالو كښې د ترهګرې د كارروائيو او بريدونو كښې 70 فيصده افغانان ككړ دي او د ډي آئي خان په پوسته بريد كښې د ككړو ترهګرو درك هم كابل څخه ترلاسه شوے دے٬ د خېبر پښتونخوا حکومت د ترهګرو او افغانستان  په حواله معاندانه …

 

اسلام آباد 28 ستمبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وزير مملکت سينيټر طلال چوهدري انکشاف وكړو چې پاکستان كښې په تېرو 2 نيمو دريو كالو كښې د ترهګرې د كارروائيو او بريدونو كښې 70 فيصده افغانان ككړ دي او د ډي آئي خان په پوسته بريد كښې د ككړو ترهګرو درك هم كابل څخه ترلاسه شوے دے٬ د خېبر پښتونخوا حکومت د ترهګرو او افغانستان  په حواله معاندانه نرم رويه، سهولت کاري او مجرمانه غفلت هېواد د ترهګرۍ هور پلو بيائي ۔ ده دا خبره د ګل په ورځ  د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطا الله تارړ سره د پي ټي وي په هيډکوارټرز كښې د پرېس كنفرنس په مهال كړې۔ سينيټر طلال چوهدري ووئيل د ډي آئي خان پ پوسته بريد كښې د امنيتي اهلكارو پشمول بې ګناه وګړي٬ مېرمنې٬ ماشومان او د رېسكيو اهلكار شهيدان شوي٬ د وژلے شوو ترهګرو رېكارډ په نادرا كښې نه دې ترلاسه شوے خو د اوپن سورس انټيلي جنس د لارې تصديق شوے چې د دې عكس د كابل د يو څلورو لارو دے، دې څخه دا تصديق كېږي چې دا پراکسيز ختيز څخه فنډ او په لويدېزې پولې پټنځايونو څخه آپريټ كېږي۔ ده ووئيل پاکستان په دوه اړخيزه كچه، نړيوال فورمز، ډوزيئرز او د خبرو د لارې بيا بيا كابل انتظاميه پوهه كړې ده خو ولې افغان عبوري حكومت خپله خاوره د پاکستان په ضد د استعمال لاره ونه نيوله٬ بې ګناه وګړي او په رېسكيو اهلكارو بريدونه د ډالرو په بدل كېدل ښكاره ترهګري ده۔ ده د وزيراعليٰ سهيل افريدي د ډي آئي خان دورې په ړه پوښتنې كولو كښې ووئېل  په پرېس كنفرنس كښې وزيراعليٰ د افغانستان نامه ولې  نه دې اغستې  او غندنه يې ولې نه ده كړې؟ صوبائي قيادت د ترهګرو په ضد آخر ولې نرمه رويه اختيار كړې ده؟ ده ووئيل  د خېبر پښتونخوا سياسي قيادت د 14 كالو راهسې د سکيورټي فورسز سره نه دې ولاړ٬ دوي دې اووائي چې د اېن اېف سي له مخې ترلاسه كېدونكې 800 اربه روپۍ كوم ځائے خرڅ شوي ؟ ٬ په صوبه كښئ سي ټي ډي نن ه د كرايه په ودانيو كښې اوسېږي او ځواكونه نه خو بلټ پروف ګاډي لري٬  جېكټس او نه جديد تربيه او په پوليس اېكټ كښې د بدلون د لارې د پوليس اختياراتو شوكولو هم هڅه شوې ده ۔ د ميډيا د پوښتنو په ځواب طلال چوهدري واضحه كړه چې د اسلام آباد په 325 لارو كښې يوه بنده نه ده ٬ د وګړو د ځان او مال تحفظ او د عدالتي احکاماتو له مخې د کنټينرز پشمول احتياطي انتظامات شوې دي كوم چې به د ضرورت له مخې استعمالولې شي، او د سامان لرونكې کنټينرز د لارې نيولو ګيله يوه نه ده راغلې۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل فرانزك ليبز، سيف سټيز او د جديد آلات نه غېر امن نشي ےاتللے، خو ولې د خېبر پښتونخوا د نيمو نه په زياتو ضلعو كښې نن هم سي ټي ډي نشته٬ ترهګرۍ ځپلي پېښور كښې يوازې 25 کيمرې وې او وړومبې سيف سټي پروجيکټ اوس بشپړېدونكے دے۔ پنجاب  د سي ټي ډي او سيف سټيز په جوړولو د ترهګرۍ خاتمه كړې او د خېبرپښتونخوا حكومت په 14 كالو كښې ادارې جوړې نه كړې۔ ده ووئيل زه به ډېر زر د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سره د  نيشنل ايکشن پلان په 14 نکاتو د وفاق او صوبو په کارکردګۍ تفصيلي بريفنګ وركوم۔

مزید خبریں