د تصفيه قانون سازۍ چارو  په اړه  د كابينې كمېټۍ غونډه٬ايف آئي اے ايكټ٬ پاكستان پينل كوډ او ضابطه فوځدارۍ كښې  د بدلون منظوري

  اسلام آباد 28 ستمبر (اے پی پی)د قانون او انصاف وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ په مشرۍ كښې د تصفيه قانون سازۍ چارو كابينې كمېټۍ غونډه كښې د ايف آئي اے ايكټ1974 ٬ پاكستان پينل كوډ 1860 ٬ ضابطه فوځدارۍ 1998 او سول سرونټس ايكټ 1973 كښې د مجوزه بدلون منظوري وركولو سره  اړوند وزارتونو ته  د ضروري بدلونونو او سفارشات شاملولو سپارښتنه وګړې شوه  ۔وياند له مخې …

 

اسلام آباد 28 ستمبر (اے پی پی)د قانون او انصاف وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ په مشرۍ كښې د تصفيه قانون سازۍ چارو كابينې كمېټۍ غونډه كښې د ايف آئي اے ايكټ1974 ٬ پاكستان پينل كوډ 1860 ٬ ضابطه فوځدارۍ 1998 او سول سرونټس ايكټ 1973 كښې د مجوزه بدلون منظوري وركولو سره  اړوند وزارتونو ته  د ضروري بدلونونو او سفارشات شاملولو سپارښتنه وګړې شوه  ۔وياند له مخې په غونډه كښې اروند وزارتونو٬محكمو او د ډويژنونو اعلٰی چارواكو ګډون وكړو ۔كمېټۍ خپل د وړاندې كړو بيلو قانوني او انتظامي معاملات تفصيلي جاج واخست او اړوند وزارتونو ته يې د ضروري بدلون او شفارشات شاملولو هدايت وكړو ۔كمېټۍ ايف آئي اے ايكټ 1974 كښې  مجوزه بدلونونه د خپلو سفارشاتو او ضروري بدلونونو سره د مشروط كولو منظوري وركړه۔په غونډه كښې د پاكستان ميډيكل اينډ ډينټل كونسل بدلون بل 2026 معامله وځنډولې شوه او اميګريشن رولز 1979 كښې  د مجوزه بدلون منظوري وركړې شوه ۔كمېټۍ د نېشنل هائي وے سيفټي آرډيننس 2000 له مخې په اوورلوډنګ  جرمانو كښې د اضافې تجويز د بيرته اغستو پريكړې هم وكړه ۔

مزید خبریں