پیښور28 ستمبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ټېكسټ بورډ په سركاري سكولونو كښې د نافذ كړي سمسټر سسټم تر مخه د راروان تعليمي كال نه د بېلا بېلو كلاسونو د درسي كتابونو د كمولو پرېكړه كړې ده۔ د ټېكسټ بك بورډ تر مخه د كلنه نصاب په ځائے د سمسټر په حساب به كتابونه شائع كولې شي د كوم سره به چې د كتابونو حجم كم شي او …
د غټو غټو بستو بار كمولو پرېكړه٬ په خېبر پښتونخوا كښې به د درسي كتابونو حجم نيم وي

مزید خبریں
پیښور28 ستمبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ټېكسټ بورډ په سركاري سكولونو كښې د نافذ كړي سمسټر سسټم تر مخه د راروان تعليمي كال نه د بېلا بېلو كلاسونو د درسي كتابونو د كمولو پرېكړه كړې ده۔ د ټېكسټ بك بورډ تر مخه د كلنه نصاب په ځائے د سمسټر په حساب به كتابونه شائع كولې شي د كوم سره به چې د كتابونو حجم كم شي او نيم به پاتي شي ۔ د ټېكسټ بك بورډ چيئرمېن عابد كاكاخېل ووئېل د كم حجم كڼ كتابوونه به په يو ځائے كولو د جېكټډ بكس شكل وركولې شي۔ د كے جي ماشوم به د دريو كتابونو په حئاے يو جېكټ او د اول ټولي نه تر پېنځم زده كوونكو لپاره به د 6 كتابونو په ځائے جېكټډ بكس شكل وركولې شي ۔ ده ووئېل دې اقدام سره به د كم عمر ماشومانو د سكول بستو وزن ډېر كم شي او د وزن كمېدو سره به په صحت ګتور اثرات مرتب كېدل هم ممكن شي۔ ياد دې وي د خېبر بښتونخوا اسمبلۍ په كال 2020 كښې د اسكول بستې وزن د كمولو قانون منظور كړے ؤ خو د تعليم محكمې تر مخه په دغه مكمل عمل درآمد ونه شو۔ د قانون تر مخه د پرې سكول ماشوم بستې وزن به 5۔1 ٬ د اول ټولي 4۔2 ٬ د دويم 6 2٬ ٬ د درېم 3 ٬ د څلورم 4۔4 ٬ د پېنځم 3۔5 ٬ د شپږم 4۔5 كلو ګرام وي۔









