مراکش كښې د زلزلې له ا مله د مړو شميره دوه زره څخه زياته شوه،د درې ورځو د غم اعلان

رباط 10 ستمبر (اے پي پي) مراکش كښې د جمعې په شپه راغلې سختي زلزلې له امله د مړو شميره دوه زره څخه زياته شوې ده۔چارواكو د مړو شميره كښې كښې زياتوالي اندېښنه څرګنده كړې ده دې سره سره د درې ورځ د غم اعلان شوې دې۔د امریکې خبر رسني ادارې له مخې مراکش د كرونيو چارو وزارت وئيلي كم نه كم 2 زره 12 كسان مړه او دوه زره …

رباط 10 ستمبر (اے پي پي) مراکش كښې د جمعې په شپه راغلې سختي زلزلې له امله د مړو شميره دوه زره څخه زياته شوې ده۔چارواكو د مړو شميره كښې كښې زياتوالي اندېښنه څرګنده كړې ده دې سره سره د درې ورځ د غم اعلان شوې دې۔د امریکې خبر رسني ادارې له مخې مراکش د كرونيو چارو وزارت وئيلي كم نه كم 2 زره 12 كسان مړه او دوه زره 59 څخه زيات كسان ژوبل شوې دي دغسې 14 سوه څخه زياتو كسانو حالت انېښمن دې۔ده ووئيل په غرونو كښې موجود كليو او پخوانو ښارونو كښې كورنونه او ودانۍ ټولي ړنګي شوې دي۔د ويري له امله زياتره وګړي د خپلو كورنو څخه بهر مېشته شوي۔تيرو 120 كلونو كښې په مراکش كښې دا تر ټولو لويه زلزله وه۔د امریکې جیولوجیکل سروے له مخې د زلزلے شدت 6.8 ریکارډ کړې شوي۔