بيجنګ 07 اپرېل(اے پی پی)د چين صدر شي جن پنګ د ګوانګ چو په سونګ يوان باغ ښار كښې د فرانسيسي صدر ايمانوائل ميكرون سره غېر رسمي ملاقات كړې۔د جمعې په ورځ شي جن پنګ ميكرون ته د تالاب په غاړه هركلے اووئيو او دواړو هېودونو مشرانو په ښه انداز كښې ستړمشي وكړل۔په باغ كښې پېدل تللو سره دواړو لارښودو خبرې اترې وكړې او د باغ ښكلې مناظر څخه خوند واغست