په كانګو كښې د بېړۍ ډوبېدو له امله 6 كسه مړه٬ 64 بې دركه شول

كنساشا 05 اپریل (اے پي پي)كانګو كښې د بېړۍ ډوبېدو له امله 6 كسه مړه او 64 بې دركه شوې دي ۔د تركيې خبري اوانس له مخې ځاېي چارواكو مېډيا ته وئېلي دي په كيوو ډهنډ كښې د مسافرو د يوې بېړۍ ډوبېدو په نتيجه كښې 6 كسه مړه او 64 بې دركه شوي خو 80 كسان بچ كړے شوي۔ده ووئيل مړه او ژوبل شوي كسان ځايې روغتونونو ته منتقل كړے شوي۔ده ووئيل رېسكيو اهلكارو د بې دركه كسانو د لټولو كار روان ساتلے ۔