د اسرائيلي پوليس په مقبوضه بيت المقدس كښې په مسجد اقصی بريد ٬ ګڼ شمير لمونځ ګزار ژوبل او ګرفتار

مقبوضه بېت المقدس۔5 اپرېل(اے پی پی) اسرائيلي پوليس په مقبوضه بېت المقدس كښې په مسجد اقصی بريد كولو سره ګڼ شمېر لمونځ ګزار ژوبل كړي دي٬ حماس د لويو لاريونونو كال وركړے٬ فلسطینی وګړي په سړكونو جمع شوي او د اسرائيل پولې پلو وړاندې شوي دي٬ د غزه لخوا د اسرائيل په لوري 9 توغندي وتوغولې شوو٬ ګڼ شمېر فلسطيني وګړي ګرفتار كړې شول۔ د فلسطین د سرکاری خبري اژانس وفا رپورټ له مخې اسرائيلي ځواكونو د نهې او شورؤ په منځومانه شپه كښې په مسجد اقصی هغه مهال بريد وكړو كله چې د سوؤنو په شمېر مسلمانان د روژې مباركې مياشتې د شپې په عبادت كښې مشغول وو۔ د امريكې خبري اژانس له مخې د فلسطيني صدر محمود عباس وياند وئيلي چې مونږ قابض طاقت ته د سرې كرښې په په خلاف ورزۍ كولو خبردارې وركوؤ چې دا به د يو لويې تصادم سبب وګرځي۔ بلخوا فلسطيني ډلو په فلسطيني لمونځ ګزارو د اسرائيلي بريد غندنه كولو سره دا جرم ګرځولے دے۔ اردن او مصر هم د دې پیښې غندنه كړې ده۔