سعودي عربستان په مسجد اقصی د اسرائيلي پوځ بريد وغندلو

ریاض۔5اپرېل(اے پی پی) سعودی عربستان د اسرائيلي پوځ لخوا په مسجد اقصی د بريد ٬ د لمونځ ګزارو ژوبل كولو او د يو شمېر نورو ګرفتارولو غندنه كړې ده۔ د سعودي خبري اژانس له مخې د خارجه وزارت لخوا په جاري كړې شوي بيان كښې سعودي عربستان د مسجد اقصیٰ په احاطه كښې د اسرائيلي پوځ لخوا ترسره شوې بريد غندنلو سره دا مسترد كړے دے۔ په بيان كښې وئيلې شوي دي چې دا ډول رويه د سولې هڅو ته زيان رسوي۔ ده ووئيل دا بريد د روژې په مباركه مياشت كښې شوې كومه چې په اسلام كښې روحانيت او عبادتونو لپاره يوه مهمه مياشت ده۔ فلسطيني ډلو هم په لمونځ ګزارو د اسرائيلي پوځ بريدونه غندلو سره دا جرم ګرځولې دې۔ د فلسطيني صدر محمود عباس وياند نبيل ابو رودينه ووئيل چې مونږ اسرائيل ته خبردارې وركوؤ چې د مقدس ځايې سرې كرښې څخه اوړېدل به د يو لويې تصادم سبب جوړ شي۔ د سعودي عربستان سره سره اردن او مصر هم د پېښې غندنه كړې ده۔