په پاپوا نيو ګني كښې د 7.6 شدت زلزله ٬ 4 كسان مړه ٬ 17 ټپيان

پورټ مورسبے۔5 اپرېل(اے پی پی) په پاپوا نیو ګیني كښې د 7.6 شدت زلزلې جړقونه محسوس كړې شول چې په نتيجه كښې يۍ 4 كسان مړه او 17 ټپيان شوي ۔ د تركيې د خبري اژانس د خبر له مخې د پورټ مورسبے جيو فزيكل آبزروېټري ډپټي ډائرېكټر ميتھيو موئيهوئي ووئيل چې په پاپوا نيو ګني كښې د 7.6 شدت زلدلې جړقونه محسوس كړې شول۔ د زلزلې په نتيجه كښې 4 كسان مړه او 17 ټپيان شوي ٬ 23 كليو ته زيان رسېدلے او په ځپلې سيمه كښی 300 نه زيات كورونه ويجاړ شوي دي۔ د زلزلې مركز چمبري جھېلسټم ته نزدې 62 كلوميټره ژوروالي كښې وو۔