د آزاد كشمير او او فاټا پشمول په څلورو واړو صوبو كښې ځنګلې لګولو لپاره د وفاقي حكومت لخوا ځايونه په ګوته كړې شوي

اسلام آباد 17 اګست (اے پي پي) د موسمياتي بدلون وفاقي وزير مشاهد الله خان وئېلي دي چې د آزاد كشمير او او فاټا پشمول په څلورو واړو صوبو كښې ځنګلې لګولو لپاره د وفاقي حكومت لخوا ځايونه په ګوته كړې شوي٬د وزيراعظم د ګرين پاكستان پروګرام له مخې په فاټا٬آزاد كشمير٬ګلګت بلتستان او څلورو واړو صوبو كښې 2198730 بوټي لګول شوي۔د زيارت په ورځ د قامي اسمبلۍ په غونډه …

اسلام آباد 17 اګست (اے پي پي) د موسمياتي بدلون وفاقي وزير مشاهد الله خان وئېلي دي چې د آزاد كشمير او او فاټا پشمول په څلورو واړو صوبو كښې ځنګلې لګولو لپاره د وفاقي حكومت لخوا ځايونه په ګوته كړې شوي٬د وزيراعظم د ګرين پاكستان پروګرام له مخې په فاټا٬آزاد كشمير٬ګلګت بلتستان او څلورو واړو صوبو كښې 2198730 بوټي لګول شوي۔د زيارت په ورځ د قامي اسمبلۍ په غونډه كښې د طاهره اورنګزېب او د شفقت محمود د پوښتنو په ځواب كښې وفاقي وزير مشاهد الله خان ووئيل چې مينګروز اونې د سمندري حيات او په خاص توګه د كبانو پېداوار لپاره په كار راځي٬دا زمكه مضبوطوي چرته چرته چې مينګروز وو هلته د سونامي په مخ نيوي كښې مرسته شوې او چې چرته مينګروز نه وو هلته زيات زيان شوې۔ده ووئيل چې د پاك بحريه مشر په دې لړ ګښې موثر اقدامات كوي ده ووئيل چې اونې كرل د صوبو ذمه واري ده خو څارنه كول يې د وفاق ذمه واري ده