کوئټه۔ 25 جون (اے پی پی) د بلوچستان وزيراعلی مير سرفراز بګټي د عاشورا په ورځ د حضرت امام حسېن (رض) او د هغه د ملګرو سترو قربانيو ته پېرزوئنې وړاندې كلوو سره وئيلي دي چې د كربلا پېښه د حق ٬ صدادقت ٬ عدل ٬ صبر او استقامت هغه تلپاتے پېغام دے كوم به چې تر قيامت ورځې د انسانيت لارښودنه كوي۔ د زيارت په ورځ د بلوچستان وزيراعلی …
د عاشورا ورځ يووالي ٬ ورورولۍ او متقابل احترام ته د ودې وركولو ورځ ده: د بلوچستان اعلی وزير سرفراز بګټي

مزید خبریں
کوئټه۔ 25 جون (اے پی پی) د بلوچستان وزيراعلی مير سرفراز بګټي د عاشورا په ورځ د حضرت امام حسېن (رض) او د هغه د ملګرو سترو قربانيو ته پېرزوئنې وړاندې كلوو سره وئيلي دي چې د كربلا پېښه د حق ٬ صدادقت ٬ عدل ٬ صبر او استقامت هغه تلپاتے پېغام دے كوم به چې تر قيامت ورځې د انسانيت لارښودنه كوي۔ د زيارت په ورځ د بلوچستان وزيراعلی په خپل پېغام كښې ووئيل حضرت امام حسېنؓ د اسلامي دين او حق سرلوړۍ له د ظلم او جبر خلاف د ځانګړې مړانې څرګندونه وكړه۔ د كربلا پېښه مونږ ته دا درس راكوي چې باطل قوتونو ته د سر ټيټولو په ځائې دې حق او انصاف لپاره دې د هر ډول قربانۍ وركولو حوصله پېدا كړې شي۔ ده ووئيل د عاشورا ورځې يووالي ٬ ورورولۍ او متقابل احترام ته د ودې وركولو ورځ ده۔ ده ووئيل په ننۍ ورځ به مونږ له ددې لوظ پخلے كولو وي چې مونږ به ټولنه كښې امن ٬ روادارۍ ٬ ورورولۍ او د قانون حكمرانۍ ته وده وركولو له خپل كردار ترسره كوو۔ وزیراعلیٰ ووئيل صوبائي حكومت د محرم اولنۍ عشرې او په خاص توګه د عاشورا په ورځ امن په ځائې كولو او عزادارانو ته هر ډول آسانۍ وركولو له بشپړ انتظامات كړي دي۔ ده د علماء کرامو، ذاکرینو، د مجالس منتظمينو او عام وګړو مرسته ستائنه وويل مونږ د همغږۍ او قامي يووالي د لارې استحكام لا مضبوطولې شوو۔








