کراکس۔25جون (اے پی پی) په وېنزوېلا كښې د شورو په شپه د راغلې دوه سختو زلزلو په نتيجه كښې لږ تر لږ 32 كسان مړه او 700 څخه زيات ژوبل شوي دي ، په ځپلې شوو سيمو كښې د مرستې كارروايۍ روانې دي۔ د شنهوا له مخې د هېواد لنډ مهاله صدر ډیلسی روډریگز د زيارت په ورځ په سركاري بيان كښې د مړو او ژوبل شوو تصديق كولو سره …

مزید خبریں
کراکس۔25جون (اے پی پی) په وېنزوېلا كښې د شورو په شپه د راغلې دوه سختو زلزلو په نتيجه كښې لږ تر لږ 32 كسان مړه او 700 څخه زيات ژوبل شوي دي ، په ځپلې شوو سيمو كښې د مرستې كارروايۍ روانې دي۔ د شنهوا له مخې د هېواد لنډ مهاله صدر ډیلسی روډریگز د زيارت په ورځ په سركاري بيان كښې د مړو او ژوبل شوو تصديق كولو سره ووئيل چې شمالی ساحلی ریاست لا ګویرا تر ټولو زيات ځپلے شوے دے چرته چې ګڼ شمېر ودانۍ په بشپره توګه ويجاړې شوې دي۔ په سركاري ټي وي خطاب كښې هغه لا ګوائرا “آفت زدہ سيمه ” وګرځوله۔ په ځپليو سيمو كښې د مرستې ډلې ملبې څخه وګړي راويستلو كښې مصروف دي۔ بلخوا چارواكو د آفټر شاكس ممكنه خطر پام كښې نيولو سره د احتياط تدبيرونو كولو هدايت كړے دے۔








