د كربلا پیښه د حق او باطل ترمينځه يوه عظيمه معركه وه: د وزيراعلی سهيل آفريدي د عاشورا ورځې په موقع پېغام

پېښور ۔ 25 جون (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا وزيراعلی سهېل آفریدی ويلي دي چې د كربلا پېښه د حق او باطل ترمينځه يوه عظيمه معركه وه په كومه كښې چې د رسول اكرم (ص) لمسي حضرت امام حسېن (رضي) د اسلامي دين سرلوړۍ له ځانګړې قرباني وركړه كومه به چې تر قيامت ورځې ياده ساتلې شي۔ د عاشورا ورځې په موقع خپل خصوصي پېغام كښې وزيراعلی ووئيل د …

پېښور ۔ 25 جون (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا وزيراعلی سهېل آفریدی ويلي دي چې د كربلا پېښه د حق او باطل ترمينځه يوه عظيمه معركه وه په كومه كښې چې د رسول اكرم (ص) لمسي حضرت امام حسېن (رضي) د اسلامي دين سرلوړۍ له ځانګړې قرباني وركړه كومه به چې تر قيامت ورځې ياده ساتلې شي۔ د عاشورا ورځې په موقع خپل خصوصي پېغام كښې وزيراعلی ووئيل د كربلا پېښه مونږ ته د قربانۍ ٬ د حق د ملاتړ او د ظلم په ضد د ټينګ اودرېدو درس راكوي۔ ده ووئيل د كربلا پېښه د تاريخ هغه عظيمه پېښه ده كومه چې مونږ ته د ظالم او نااهل حكمرانانو ظلم او بربريت يادوي او په كومه كښې چې ټول انسانيت لپاره يو ستر درس موجود دے۔ ده ووئيل د ننۍ ورځې تقاضا دا ده چې مونږ د ظلم ٬ ناانصافۍ او لا قانونيت په ضد يو موټے شو۔ د اسلام غلبې ٬استحكام پاكستان او سولييزه ټولنه تشكيلولو د يو ژوندي او باوقاره قوم په حېث د ظلم او ناانصاف په ضد غږ پورته كړو۔ ده ووئيل په دې ورځ دې مذهبي همغږي او امن په هر صورت باوري كړې شي۔ ده د ټولو مكاتب فكر علماﺀ كرامو او اولس ته اپېل وكړو هغوي بېن المذاهب همغږۍ ٬ ورورولۍ او متقابل احترام ته وده وركولو له خپل مثبت او ذمه وار كردار ترسره كړي۔

مزید خبریں