د كربلا پېښه د صبر ٬ استقامت٬ زغم ٬ ايثار او ظلم خلاف د مبارزې ځانګړے درس دے: د خېبر پښتونخوا ګورنر

پېښور ۔ 25 جون (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي وئيلي دي چې د كربلا پېښه يوازې يوه تاريخي پېښه نه ده بلكې د صبر ٬ استقامت٬ زغم ٬ ايثار او ظلم خلاف د مبارزې ځانګړے درس دے۔ د 10محرم الحرام، عاشورا ورځې په موقعې خپل پېغام كښې ګورنر ووئيل چې دا ورځ مونږ ته د نبي كريم (ص) د لمسي او د هغه د ملګرو …

پېښور ۔ 25 جون (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي وئيلي دي چې د كربلا پېښه يوازې يوه تاريخي پېښه نه ده بلكې د صبر ٬ استقامت٬ زغم ٬ ايثار او ظلم خلاف د مبارزې ځانګړے درس دے۔ د 10محرم الحرام، عاشورا ورځې په موقعې خپل پېغام كښې ګورنر ووئيل چې دا ورځ مونږ ته د نبي كريم (ص) د لمسي او د هغه د ملګرو ستره قرباني يادوي۔ د كربلا په مېدان كښې هغوي د خپلې قربانۍ د لارې ثابته كړه چې باطل ته د سر ټيټولو په ځاې په حق ټينګ پاتے كېدل حقيقي كاميابي ده۔ په دې ورځ به مونږ له لوظ كول وي چې مونږ به خپل انفرادي او اجتماعي ژوند كښې د امام حسېن (رض) تعليمات د لارې مشال جوړوو او ورورولۍ ٬ زغم او متقابل احترام ته به وده وركوو۔ ګورنر په دې موقع اولس ته اپېل وكړو چې هغوي دې امن ٬ ورورولي او مذهبي همغږي په ځائې كولو له خپل بشپړ كردار ترسره كړي او قانون نافذ كوونكو ادارو سره دې بشپړه مرسته وكړي۔