د اطلاعاتو او خپرونو وزارت د آزاد جمو او کشمیر په اړه د جعلي خبرونو په خپرولو بي بي سي اردو ته سخت احتجاج ٬ رسمي شكايت يۍ درج كړو

اسلام آباد۔25جون(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وزارت د آزاد جمو او کشمیر په اړه د جعلي خبرونو په خپرولو بي بي سي اردو ته سخت احتجاج كولو سره رسمي شکایت درج کړے دے۔ د اطلاعاتو او خپرونو وزارت لخوا د زيارت په ورځ په اېكس شوي پوسټ كښې وئيلې شوي دي چې ياد شوے رپورټ غېر مصدقه او په غېر توثيق شده تورونو مشتمل دے ٬ په رپورټ …

اسلام آباد۔25جون(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وزارت د آزاد جمو او کشمیر په اړه د جعلي خبرونو په خپرولو بي بي سي اردو ته سخت احتجاج كولو سره رسمي شکایت درج کړے دے۔ د اطلاعاتو او خپرونو وزارت لخوا د زيارت په ورځ په اېكس شوي پوسټ كښې وئيلې شوي دي چې ياد شوے رپورټ غېر مصدقه او په غېر توثيق شده تورونو مشتمل دے ٬ په رپورټ كښې سركاري حقائق او په ريكارډ موجود بيانونه نظر انداز كړې شوې دي۔ د افسوس وړ خبره دا ده چې د دې نوعيت دا كومه اولنۍ پېښه نه ده۔ د غېر مصدقه ادعاګانو بار بار خپرول يو رجحان جوړ شوے دے او ددې مخنيوي له اصلاحي اقدامات ضروري دي۔