په وېنزوېلا كښې د دوه سختو زلزلو په نتيجه كښې د زرګونو كسانو د مړه كېدو اندېښنه ٬ اېمرجنسي نافذ كړې شوه

کراکس ۔25جون(اے پی پی) وېنزوېلا كښې د شورو په ماښام يوې دقيقې څخه هم كمه وقفه كښې د راغلې 7.2 او 7.5شدت زلزلو څخه وروستو حكومت هېواد كښې اېمرجنسي نافذ كړې ده۔ د بی بی سی  له مخې د 7.2 شدت اولنۍ زلزله په ریاست کارابوبو كښې راغلې۔ ددې مركز پلازمينې كراكس څخه نزدې 20 كلوميټره لرے و۔ د امريكائي جیولوجیکل سروے (یو اېس جی اېس) له مخې 39 سېكنډ …

کراکس ۔25جون(اے پی پی) وېنزوېلا كښې د شورو په ماښام يوې دقيقې څخه هم كمه وقفه كښې د راغلې 7.2 او 7.5شدت زلزلو څخه وروستو حكومت هېواد كښې اېمرجنسي نافذ كړې ده۔ د بی بی سی  له مخې د 7.2 شدت اولنۍ زلزله په ریاست کارابوبو كښې راغلې۔ ددې مركز پلازمينې كراكس څخه نزدې 20 كلوميټره لرے و۔ د امريكائي جیولوجیکل سروے (یو اېس جی اېس) له مخې 39 سېكنډ پس يوه بله سخته زلزله راغله چې شدت يۍ  7.5 ريكارډ كړے شو۔ تر دې دمه دا خبره ښكاره شوې نه ده چې دې زلزلو كښې څومره كسان مړه شوي دي۔ دغسې د نورو زيانونو اندازه هم لګولې شوې نه ده۔ د یو اېس جی اېس له مخې د دې زلزلو د لاسه په لويه كچه د تباهۍ امكان دے۔ دويم جړق څخه وروستو 44 فيصد امكان ښودلے شوے چې د مړو شمېره 10 زره څخه زياتېدې شي ٬ دغسې 30 فيصد امكان د ژوبل شوو يو لك څخه د زياتېدو په اړه ښودلے شوے دے۔ د وېنزوېلا لنډ مهاله صدر ډېلسی روډرېګز په ټي وي خپل خطاب كښې هېواد كښې اېمرجنسي اعلان كړه۔ ده ووئيل تر ټولو لومړے پېغام دا دے چې خلك دې خپل ځانونه بچ كولو له متحد پاتے شي۔ ده ووئيل ټولې تعليمي ادارې به بندې وي او د ضروري خدماتو نه علاوه ټول فعاليتونه معطل كړې شوي دي۔ روډریګز ډاكټرانو او نرسانو ته اپېل وكړو چې هغوي په سمدستي توګه طبي مركزونو ته ورسي۔