داخله وزير چوهدري نثار علي خان د لاهور بمي چاؤدنې په سوب راغوښتې خبري كنفرنس وځنډولو

اسلام آباد ۔ 24 جولائی (اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير چوهدري نثار علي خان د لاهور بمي چاؤدنې په سوب په سياسي چارو د خيالاتو څرګندونه كولو له راغوښتې خبري كنفرنس ځنډولې دے ۔ د ګل په ورځ پنجاب هاؤس كښې وفاقي وزير چوهدري نثار علي خان خبري كنفرنس رابللې ؤ كوم كښې چې ده په مهمو سياسي چارو د خبريالانو باور ترلاسه كول غوښتل۔ ولې د …

اسلام آباد ۔ 24 جولائی (اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير چوهدري نثار علي خان د لاهور بمي چاؤدنې په سوب په سياسي چارو د خيالاتو څرګندونه كولو له راغوښتې خبري كنفرنس ځنډولې دے ۔ د ګل په ورځ پنجاب هاؤس كښې وفاقي وزير چوهدري نثار علي خان خبري كنفرنس رابللې ؤ كوم كښې چې ده په مهمو سياسي چارو د خبريالانو باور ترلاسه كول غوښتل۔ ولې د لاهور بمي چاؤدنې په سوب داخله وزير خبري كنفرنس ځنډولو سره ووئيل په داسې وخت كښې چې د لاهور دا پېښه رامخې ته شوه په ځينې سياسي چارو د خيالاتو څرګندونه كول مناسب نه ګڼم۔ او نه دې څخه ورستو په سياسي چارو خبره كول ممكن نه ده۔ مونږ بايد ټول پام د شهيدانو او ژوبل كسانو كورنيو پلو وګرځوؤ۔ ده ووئيل د لاهور پېښې زما غم دړد زيات كړې۔ ده ووئيل د تېرو څو ورځو راهسې زه د سخت تكليف نه تېر شوے يم يوازې د صحت په لړ كښې نه بلكې د نورو چارو او ستونزو په سوب هم ماته سخت تكليف رارسېدلې۔ ده ووئيل زه اوس هم ښه نه محسوسوم ولې ما ځان او ميډيا د دې تكليف څخه ويستل غوښتل۔ له دې كبله زه پنجاب هاؤس ته يوه بجه راغلے ووم او انتظار مې كولو چې 5 بجې به خبريالانو سره خبره وكړم ولې لږه شېبه وړاندې لاهور څخه افسوس ناك خبرونه رامخې ته شول۔ ده ووئيل يو شمېر پوليس اهلكار په دې پېښه كښې شهيدان شوي۔ په دې صورتحال كښی وفاقي او صوبائي حكومت بايد ټول پام خپلو ذمه وارو پلو وګرځوي۔ ده ووئيل ما په ټي وي ډېر څه وليدل۔ په كومه مسئله چې زه خبره كوم هغه ځنډوم۔ ده ووئيل د دې مسئلې په اړه دې زياتو تبصرو كولو څخه ډډه وكړې شي