د بلوچستان په پنجګور ضلع كښې د امنيتي ځواكونو په وخت كاروائي٬ د ترهه كرۍ لويې سازش ناكامه كړی

  پینډي 23 جون (اے پي پي) د بلوچستان په پنجګور ضلع كښې امنيتي ځواكونو په وخت كاروائي كولو سره د ترهه ګرۍ لويې سازش ناكامه كړې۔ د امنيتي ذريعو له مخې امنيتي ځواكونو د پنجګور جيرك سيمه كښې په استخباراتي اطلاعاتو آپريشن كولو سره په لويه كچه وسله او مواصلاتي مواد برآمد كړي٬ د آپريشن په مهال د ګاډي څخه څلور راكټ فيوز او ګڼ شمېر آئي اي ډيز …

 

پینډي 23 جون (اے پي پي) د بلوچستان په پنجګور ضلع كښې امنيتي ځواكونو په وخت كاروائي كولو سره د ترهه ګرۍ لويې سازش ناكامه كړې۔ د امنيتي ذريعو له مخې امنيتي ځواكونو د پنجګور جيرك سيمه كښې په استخباراتي اطلاعاتو آپريشن كولو سره په لويه كچه وسله او مواصلاتي مواد برآمد كړي٬ د آپريشن په مهال د ګاډي څخه څلور راكټ فيوز او ګڼ شمېر آئي اي ډيز قبضه كښې اخستلې دي۔ د امنيتي ذريعو له مخې دا چاودېدونكي توكي كومې چې د ترهګرۍ ممكنه بريد كښې كاروول ٶ٬ امنيتي ځواكونو په وخت او پيشه وارانه كاروائۍ سره دا ناوړه منصوبه ناكامه كړې او سيمه ئې د د ممكنه تباهۍ څخه بچ كړه۔ د ترهه ګرۍ په ضد دا كاميابه كاروائي د دې خبرې ښكاره ثبوت دے چې امنيتي ځواكونو په بلوچستان كښې د امن دښمن عناصر په ضد لكه د بنيان مرصوص ولاړ دي