اسلام آباد 23 جون (اے پي پي) د ايران صدر ډاكټر مسعود پزشكيان په درناوي كښې وزيراعظم هاؤس كښې د هركلي دستوره وشوه۔ د نهې په ورځ وزيراعظم هاؤس ته په راتګ وزيراعظم محمد شهباز شريف د ايران صدر ډاكټر مسعود پزشكيان تود هركلے وكړو او د هغه په درناوي كښې يې د هركلي دستوره وكړه۔ د ايران صدر ته د وسله والو ځواكونو يوې چټك ډلې ګارډ آف …
د ايران صدر ډاكټر مسعود پزشكيان په درناوي كښې د هركلي دستوره

مزید خبریں
اسلام آباد 23 جون (اے پي پي) د ايران صدر ډاكټر مسعود پزشكيان په درناوي كښې وزيراعظم هاؤس كښې د هركلي دستوره وشوه۔ د نهې په ورځ وزيراعظم هاؤس ته په راتګ وزيراعظم محمد شهباز شريف د ايران صدر ډاكټر مسعود پزشكيان تود هركلے وكړو او د هغه په درناوي كښې يې د هركلي دستوره وكړه۔ د ايران صدر ته د وسله والو ځواكونو يوې چټك ډلې ګارډ آف آنر وړاندې كړو۔ د ايران صدر د ګارډ آف آنر معائنه هم وكړه۔ په دې موقع دواړو هېوادونو قامي سرودونه وغږول شول۔ وزيراعظم د وفاقي كابينې غړي د ايران صدر سره متعارف كړل او د ايران صدر هم د خپل پلاوي غړو وزيراعظم محمد شهباز شريف معرفي كړل۔ د ايران صدر ډاكټر مسعود پزشكيان وزيراعظم محمد شهباز شريف سرهد وزيراعظم هاؤس په انګڼ كښې بوټې هم نال كړو او دعا ئې هم وكړه










