د ايران صدر د پاكستان دوره به د دوه اړخيزه اړيكو وده كښې اهم څنګ ميل ثابت شي۔ خواجه محمد آصف

اسلام آباد 23 جون (اے پي پي) د دفاع وزير خواجه محمد آصف وئيلي دي چې د پاکستان او ايران اړيكې نوې لوړې چې پلو روانې دي او د ايران صدر د پاكستان دوره به د دواړو هېوادونو ترمېنځه مرستې ته وده وركولو كښې اهم كردار ولوبوي۔ د نهې په ورځ ميډيا سره په خبرو كښې ده ووئيل چې پاكستان تل په منطقه كښې امن، استحکام او د مذاکراتو د …

اسلام آباد 23 جون (اے پي پي) د دفاع وزير خواجه محمد آصف وئيلي دي چې د پاکستان او ايران اړيكې نوې لوړې چې پلو روانې دي او د ايران صدر د پاكستان دوره به د دواړو هېوادونو ترمېنځه مرستې ته وده وركولو كښې اهم كردار ولوبوي۔ د نهې په ورځ ميډيا سره په خبرو كښې ده ووئيل چې پاكستان تل په منطقه كښې امن، استحکام او د مذاکراتو د لارې د مسېلو د حل پاليسي خپله كړې ده٬ په سيمه ايز تاٶ تريخوالي كښې كمې او د امن ودې لپاره پاکستان تاريخي او په زړه پورې كردار لوبولې دے كوم ته چې نړيواله ورورولي په درنه سترګه ګوري۔ خواجه محمد آصف ووئيل چې اسلامي نړۍ او ګلف هېوادونه د پاکستان د سفارتي هلو ځلو ستائنه كوي او پاكستان به په منطقه كښې امن و استحکام لپاره خپل كردار جاري ساتي۔ ده د دې عزم پخلې وكړو چې پاکستان به په منطقه كښې امن، استحکام او د پرمختګ ودې لپاره خپل په زړه پورې كردار جاري ساتي