پاکستان، پاك پوځ، عدليه  او د ادارو په ضد د خبرو اجازه نشي وركولې كېدې۔ سپيکر سردار اياز صادق

  اسلام آباد 23 جون (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيکر سردار اياز صادق د اپوزيشن ليډر بيانيه مسترد كولو سره واضح كړې ده چې په ايوان كښې د پاکستان په مخالفت، د پاك پوځ يا د عدليه په ضد به د هر ډول خبرو كولو اجازه نه وي٬ د نهې په ورځ قامي اسمبلۍ ته خپلې وېنا كښې سپيکر د وزيراعظم په موجودګۍ كښې اپوزيشن غړي مخاطب كولو …

 

اسلام آباد 23 جون (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيکر سردار اياز صادق د اپوزيشن ليډر بيانيه مسترد كولو سره واضح كړې ده چې په ايوان كښې د پاکستان په مخالفت، د پاك پوځ يا د عدليه په ضد به د هر ډول خبرو كولو اجازه نه وي٬ د نهې په ورځ قامي اسمبلۍ ته خپلې وېنا كښې سپيکر د وزيراعظم په موجودګۍ كښې اپوزيشن غړي مخاطب كولو سره ووئيل چې كه د پاکستان سلامتيا د ادارو او د هېواد د مفاد تحفظ كولو ته آئين ماتول وئيلي كېږي نو زه داسې آئين بيا بيا ماتولو له چمتو يم۔ ده ووئيل تاسو به دلته د پاكستان په مخالفت كښې خبرو ته نه پرېږدم، تاسو ته به د پاك پوځ او عدليه په ضد د خبر چرې هم اجازه درنه كړم۔ ۔ ده د دې عزم پخلې وكړو چې چرته چې د پاکستان د سالميت او مفاد خبره وي ټول هېواد او يوان به يو موټې كېدو سره لكه د غره ولاړ په نظر راځي