اسلام آباد 23 جون (اے پي پي) د دفاع وزير خواجه محمد آصف په بهرني ايجنډه د كار كونكې شرخوښو په ضد په سپينو ټكو كښې دريځ اختيار كولو سره ووئېل چې د آزاد كشمير څخه د پاكستان په ضد پورته شوې د بهرنۍ او منفي ايجنډې څخه د متاثره غږونو په سختۍ سره ځواب وركول پكار دے٬ د مقبوضه كشمير كډوالو قربانۍ كمې ګڼل د كشمير د مقصد …
آزاد كشمير څخه د پاكستان په ضد پورته شوې د بهرنئ او منفي ايجنډې څخه د متاثر غږونو په سختۍ سره ځواب وركول پكار دے۔ د دفاع وزير خواجه محمد آصف په سپينكو ټكو دريځ
اسلام آباد 23 جون (اے پي پي) د دفاع وزير خواجه محمد آصف په بهرني ايجنډه د كار كونكې شرخوښو په ضد په سپينو ټكو كښې دريځ اختيار كولو سره ووئېل چې د آزاد كشمير څخه د پاكستان په ضد پورته شوې د بهرنۍ او منفي ايجنډې څخه د متاثره غږونو په سختۍ سره ځواب وركول پكار دے٬ د مقبوضه كشمير كډوالو قربانۍ كمې ګڼل د كشمير د مقصد نفي د مترادف دے۔ د نهې په ورځ د سوشل ميډيا په ايكس خپل بيان كښې ده ووئيل چې زما د آزاد جمو و كشمير بحران په اړه ريماركس پاك ګوئي او ديانتدارانه ٶ٬ د كومو خلكو چې پټ او منفي ايجنډے دي هغوي زما بيان په ناوړه ډول د وړاندې كولو هڅې كوي۔ ده ووئيل چې دا خلك زما څخه كشمير ٬پاكستان څخه كشمير يا پاكستان د كشمير څخه جلا كولې نه شي٬ د دې كشميريانو قربانۍ چا چې په اكتوبر 1947 كښې هجرت كولو سره د پاكستان مخه كړې٬په تاريخ كښې درج دي۔ د دفاع وزير ووئيل چې په مقبوضه كشمير كښې د هندي قبضې په ضد د كشميريانو هلې ځلې د تېرو 78 كلونو څخه د قربانيو٬شهادتونو او په زندانونو كښې د بندي پاتې كېدو يو اوږد داستان دے٬ د پاكستان د كشمير مقصد څخه د تړون ثبوت زمونږ د شهيدانو په وينه كښې موجود دې كوم چې په پنځو جنګونو كښې توي شوې٬ د كشمير مقصد سره د پاكستان د تړون ثبوت د ملګرو ملتونو قراردادونو له مخې حق خود ارادايت او ريفرنډم په اصولي دريځ اډانه دے











