پېنډۍ 23 جون (اے پي پي) د اسلامي جمهوريه ايران صدر ډاکټر مسعود پزشکيان سره د پاك پوځ سرلښكر و چيف آف ډيفنس فورسز فيلډ مارشل سيد عاصم منير ليدلي٬ په دې موقع په سيمه ايز صورتحال او د امن ودې په اقداماتو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د نهې په ورځ د آئي ايس پي آر لخوا د جاري بيان له مخې د ايران صدر په منطقه كښې مكالمے، …
د ايران صدر ډاکټر مسعود پزشکيان سره د پوځ سرلښكر فيلډ مارشل سيد عاصم منير وليدل
پېنډۍ 23 جون (اے پي پي) د اسلامي جمهوريه ايران صدر ډاکټر مسعود پزشکيان سره د پاك پوځ سرلښكر و چيف آف ډيفنس فورسز فيلډ مارشل سيد عاصم منير ليدلي٬ په دې موقع په سيمه ايز صورتحال او د امن ودې په اقداماتو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د نهې په ورځ د آئي ايس پي آر لخوا د جاري بيان له مخې د ايران صدر په منطقه كښې مكالمے، په تاٶ تريخوالي كښې كمې او د استحکام ودې لپاره د پاکستان د ګټور او ذمه وار كردار ستائنه وكړه٬ ده د زيات كېدونكې جغرافيائي و سياسي چيلنجز په مهال د شخړو سوله ايز حل او د سيمه ايزو ډلو ترمېنځه د ګډې افهام و تفهيم ته وده وركولو لپاره د پاکستان د مسلسل ستړو اعتراف وكړو۔ فيلډ مارشل سيد عاصم منير په منطقه كښې امن او استحکام لپاره د پاكستان د غير متزلزل عزم پخلې وكړو٬ دواړو ډلو د پاکستان او ايران اړيكې لا قوي كولو او د شريكې خوښې په چارو كښې نزدې مشاورت جاري ساتلو لپاره د عزم څرګندونه وكړه دغسې چې په منطقه كښې د امن، خوشحالۍ او استحکام مشتركه مقصد مخ په وړاندې بوتللې شي











