د کوئټې پشمول د بلوچستان څلور هائي رسك ضلعو كښې د پوليو 5 ورځنې كمپائن پيل شو

کوئټه ۔24 جولائی(اے پی پی) د کوئټې پشمول د بلوچستان څلور هائي رسك ضلعو كښې د پوليو 5 ورځنې كمپائن پيل شوې۔ د ایمرجنسی آپرېشن سېنټر کوآرډی نېټر سید فیصل احمد له مخې د پوليو كمپائن په كوئټه ٬ قلعه عبداللہ، پشین او مستونګ كښې روان دې ، سید فیصل احمد ووئيل د پوليو كمپائن په مهال به 8 لکھ ماشومانو ته د پوليو مخنيوي څاڅكي وركولې شي ۔ پھ …

کوئټه ۔24 جولائی(اے پی پی) د کوئټې پشمول د بلوچستان څلور هائي رسك ضلعو كښې د پوليو 5 ورځنې كمپائن پيل شوې۔ د ایمرجنسی آپرېشن سېنټر کوآرډی نېټر سید فیصل احمد له مخې د پوليو كمپائن په كوئټه ٬ قلعه عبداللہ، پشین او مستونګ كښې روان دې ، سید فیصل احمد ووئيل د پوليو كمپائن په مهال به 8 لکھ ماشومانو ته د پوليو مخنيوي څاڅكي وركولې شي ۔ پھ دې كمپائن پھ مجموعی توګه 3824 ډلې شامل دي چې پكښې 3239 موبائل ډلې ، 371 ټرانزټ پوائنټس او 214 فکسډ سائټس دي۔سید فیصل احمد ووئيل د كمپائن په اړه امنيتي اتنظامات شوي ٬ د كمپائن په مهال به عملې له امنيت وركولې شي ۔ ده ووئيل تيره اوونۍ كښې د صوبې په 9 ضلعو كښې د پوليو مخنيوي كمپائن چلولې شوې وو