پينډۍ 22 جولائی (اے پی پی) پاك پوځ خېبر ایجنسۍ كښې په عملياتو خېبر 4 كښې لوئ کامیابۍ ترلاسه كړي، پاك افغان پولې سره نزدې سيمه د ترهه ګرو څخه خالی کړې شوي، پاك پوځ په 12 زره فټ دنګ د غر په سر بریخ محمد کنډاؤ كښې پوستې جوړې كړي، ځينې ترهه ګر مړه او ځينې افغانستان ته تښتيدلې۔ د خالي په ورځ د آئی اېس پی آر لخوا …
پاك پوځ خېبر ایجنسۍ كښې په عملياتو خېبر 4 كښې لوئ کامیابۍ ترلاسه كړي

مزید خبریں
پينډۍ 22 جولائی (اے پی پی) پاك پوځ خېبر ایجنسۍ كښې په عملياتو خېبر 4 كښې لوئ کامیابۍ ترلاسه كړي، پاك افغان پولې سره نزدې سيمه د ترهه ګرو څخه خالی کړې شوي، پاك پوځ په 12 زره فټ دنګ د غر په سر بریخ محمد کنډاؤ كښې پوستې جوړې كړي، ځينې ترهه ګر مړه او ځينې افغانستان ته تښتيدلې۔ د خالي په ورځ د آئی اېس پی آر لخوا جاری شوي پریس ریلیز له مخې د عملياتو 4 په مهال په پاك افغان پوله تر ټولو مهمې چوکۍ کنټرول ترلاسه كړې شوې او هلته پوسته جوړه كړې شوي، د کارروائی په مهال ځينې ترهه ګر وژلې شوي دغسې ځينې افغانستان ته تښتيدلې دي ، لوئ مقدار كښې وسله ، ګوله بارود او مائنونه قبضه كښې اخستلې شوي۔ترهه ګرو د غر په سر قبضه په ځائې ساتلو له مزاحمت هم كړې خو د پاك پوح د عزم او حوصلې په وجه ترهه ګر خپلې قبضې په ځائې ساتلو كښې ناکامه شوي۔ سپیشل سروسز ګروپ په بشپړه کارروائی كښې ګڼ ترهه ګر وژلې شوي۔ دغه غريزه سيمه په ځنګلو مشتمل ده ۔ د آئی اېس پی آر له مخې د کارروائی په مهال د ترهه ګرو ژالې ويجاړې كرې شوي۔











