چوهدری نثار علی خان د نوازشریف او مسلم لیګ سره وو ، دې او وي به، د ريلوے وزیر خواجه سعد رفیق

اسلام آباد 22 جولائی (اے پی پی) د ريلوے وزیر خواجه سعد رفیق وئيلي دي چوهدری نثار علی خان د مسلم لیګ (ن) او نواز شریف سره 32 كاله رفاقت لري ٬ هغه د نوازشریف او مسلم لیګ سره وو ،دې او وي به، هغه په سخت وخت كښې نواز شریف نه شي پېښودلې، هغه به په فرنټ لائن وي ۔ د خالي په ورځ خپل ټویټر پیغام كښې خواجه …

اسلام آباد 22 جولائی (اے پی پی) د ريلوے وزیر خواجه سعد رفیق وئيلي دي چوهدری نثار علی خان د مسلم لیګ (ن) او نواز شریف سره 32 كاله رفاقت لري ٬ هغه د نوازشریف او مسلم لیګ سره وو ،دې او وي به، هغه په سخت وخت كښې نواز شریف نه شي پېښودلې، هغه به په فرنټ لائن وي ۔ د خالي په ورځ خپل ټویټر پیغام كښې خواجه سعد رفیق ووئيل دا د مسلم لیګ (ن) شان دې چې په ایشوز د اختلاف رائے حق او اختلاف کول او بيا اختلاف برداشت کولې شي، دغه د جمهوریت شان دے، ده ووئيل كه مخالفینو كښې څه همت وي نو په عوامی خذمت او کارکردګۍ كښې دې مقابله او موازنه وكړي۔ ده ووئيل سپكې تورې، د دروغو تورونه ، انتقامی مقدمې او سازشونه مونږ د خپل خذمت څخه نه شي منع كولې۔