وزيراعظم محمد نواز شريف خپل ځان او كورنۍ احتساب ته وړاندې كولو سره مثال جوړ كړے

اسلام آباد 21 جولائی (اے پی پی) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئېلي دي چې وزيراعظم محمد نواز شريف خپل ځان او كورنۍ احتساب ته وړاندې كولو سره مثال جوړ كړی٬وزيراعظم د استثنٰی تكنيكي ګټھ نه ده پورته كړی٬هيله ده عدالت به پريكړه د پاكستان د آئين او قانون له مخې وكړي۔د جمعې پھ ورځ پي ټي وي سره په خپلو خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل …

اسلام آباد 21 جولائی (اے پی پی) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئېلي دي چې وزيراعظم محمد نواز شريف خپل ځان او كورنۍ احتساب ته وړاندې كولو سره مثال جوړ كړی٬وزيراعظم د استثنٰی تكنيكي ګټھ نه ده پورته كړی٬هيله ده عدالت به پريكړه د پاكستان د آئين او قانون له مخې وكړي۔د جمعې پھ ورځ پي ټي وي سره په خپلو خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل چې وزيراعظم د هېواد په تاريخ كښې په وړومبي ځل خپل ځان او ټوله كورنۍ جے آئي ټي ته وړاندې كولو سره مثال جوړ كړے او نواز شريف د هېواد وړومبې وزيراعظم دې چا چې د استثنٰی تكنيكي ګټھ پورته نه كړه۔ ده ووئيل پھ عدالت كښې د جے آئي ټي د شريف فيملي سره معتصبانه رويې رېكارډ راغلې او دا خبره ثابته شوې چې وزيراعظم د خپلو اختياراتو ناجائز استعمال نه دې كړی او په سركاري كاته كښې هغه يوه روپۍ كرپشن هم نه دې كړی۔ ده ووئيل په تېرو څلورو كلونو كښې د هېواد ټولو څانګو پرمختګ كړې٬د 2017 پاكستان د 2013 پاكستان څخه زياته ښه دے۔ دا حقيقت د اولس پھ وړاندې دے۔ ده ووئيل په 2013 كښې پاكستان د ګڼو چېلنجونو سره مخ و او په 2017 كښې پاكستان په ډېرو چېلنجونو قابو موندلې۔ ده ووئيل د مېډيا د جے آئي ټي حقيقت اولس ته وړاندې كړې مونږ هيله لرو چې عدالتي پريكړه به د پاكستان د آئين او قانون له مخې وي