د ټولنې بهترۍ او د بې وسه طبقو د حقونو تحفظ لپاره د بې وسه طبقو تحفظ او قانوني مرستې وركولو لپاره ادارو ته اړتيا ده۔ اولس مشر ممنون حسېن

اسلام آباد 21 جولائي (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دې چې د ټولنې بهترۍ او د بې وسه طبقو د حقونو تحفظ لپاره د بې وسه طبقو تحفظ او قانوني مرستې وركولو لپاره ادارو ته اړتيا ده كومې چې د دې طبقو تحفظ او قانوني مرسته وكړي۔ اولس مشر دا خبرې د نېشنل كمېسون چيئرمېن جسټس (ر) علي نواز چوهان سره خپلو خبرو كښې وكړې۔ اولس مشر …

اسلام آباد 21 جولائي (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دې چې د ټولنې بهترۍ او د بې وسه طبقو د حقونو تحفظ لپاره د بې وسه طبقو تحفظ او قانوني مرستې وركولو لپاره ادارو ته اړتيا ده كومې چې د دې طبقو تحفظ او قانوني مرسته وكړي۔ اولس مشر دا خبرې د نېشنل كمېسون چيئرمېن جسټس (ر) علي نواز چوهان سره خپلو خبرو كښې وكړې۔ اولس مشر ووئيل بشري حقونو لپاره نېشنل کمېسون غوندې ادارې د ټولنې اطمينان او استحكام لپاره ضروري دي ۔ د اېن سي اېچ آر سندھ غړې انيس هارون د ملاقات په مهال موجود و۔ اولس مشر ووئيل زمونږ عقيدo او د هېواد آئين د ټولو وګړو د بنيادي حقونو ته بشپړه تحفظ وركوي۔ ده په دې د اطمينان څرګندونه وكړه چې د حكومتي اقداماتو په سبب پاكستان كښې د بشري حقونو صورتحال د نړۍ د زياتره هېوادونو نه ښه دے خو د دې لا بهترۍ لپاره نورې هڅې روانې ساتل پكار دي۔ اولس مشر ووئيل د كورني تشدد د پېښو مخنيوي او په دې لړ كښې قانون سازۍ ته ډېر ضرورت دے۔ ده په دې خبره زور رواړو د كورني تشدد پېښې د كريمنل كېس په توګه اندارج وكړې شي۔ اولس مشر ووئيل چې د بشري حقونو كمېسون دې د الېكټرانك او پرنټ ميډيا د لارې اولس د خپلو حقونو نه خبر كړي۔ بشري حقونو لپاره د نېشنل كمېسون چيئرمېن جسټس (ر) علي نواز چوهان اولس مشر ته د ادارې لخوا د پورته كړې شويو اقداماتو په اړه بريفنګ وركړو۔