اسلام آباد 20 جولائی (اے پی پی)د مسلم ليګ(ن)لارښود سناتور چوهدري تنوير وئېلي دي د خېبرپښتونخوا حالت د پنجاب د كليو څخه هم خراب دے٬څوك چې خپل كور نشي سنبهالولې هغه به حكومت څه وكړي٬د اولسي ملاتړ نه بغېر څوك هم وزيراعظم نشي جوړیدې۔د زيارت په ورځ د پارلمان په خوا كښې مېډيا سره په خپلو خبرو كښې ده ووئيل پھ اوسنو حالاتو كښې ټولو ته خطر دے ځكه چې …
د خېبرپښتونخوا حالت د پنجاب د كليو څخه هم خراب دے٬څوك چې خپل كور نشي سنبهالولې هغه به حكومت څه وكړي

مزید خبریں
اسلام آباد 20 جولائی (اے پی پی)د مسلم ليګ(ن)لارښود سناتور چوهدري تنوير وئېلي دي د خېبرپښتونخوا حالت د پنجاب د كليو څخه هم خراب دے٬څوك چې خپل كور نشي سنبهالولې هغه به حكومت څه وكړي٬د اولسي ملاتړ نه بغېر څوك هم وزيراعظم نشي جوړیدې۔د زيارت په ورځ د پارلمان په خوا كښې مېډيا سره په خپلو خبرو كښې ده ووئيل پھ اوسنو حالاتو كښې ټولو ته خطر دے ځكه چې ټول ټاكنې يوازې د كاركردګۍ په بنياد كېږي۔ده ووئيل د كوم بدلون غږ چې پي ټي آئي كړے ؤ هغه په كے پي كے كښې نه ښكاري ۔ده ووئيل هغه څوك وزيراعظم جوړیږي كوم چې اولسي ملاتړ لري۔ده ووئيل د احتساب لپاره كه د قانون جوړولو خبره وكړې شي نو پي ټي آئي د هغې څخه تښتي٬هغوي پخپله د احتساب څخه يرېږي۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل مسلم ليګ(ن)د وړومبۍ ورځې څخه پھ جے آئي ټي تحفظات لرل ځكه جې پھ هغې كښې داسې خلك وو كومو چې د سياسي ګوندنو سره تړون لرلو











