فلاحی ادارې د انسانیت بقاء لپاره ضروری دي، اېس او اېس چلډرنز ویلج د انسانیت خذمت لپاره لويه فریضه ترسره كوي

لاهور 20 جولائی (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي فلاحی ادارې د انسانیت بقاء لپاره ضروری دي، دا وخت په ټولنه كښې زيات ښه كارونه نه كېږي٬ نو پھ دې مهال داسې رفاعی ادارو جوړول د كوم نعمت څخه كم نه دي، اېس او اېس چلډرنز ویلج د انسانیت خذمت لپاره لويه فریضه ترسره كوي۔ ده د زيارت په ورځ د لاهور په ګونر هاؤس كښې د …

لاهور 20 جولائی (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي فلاحی ادارې د انسانیت بقاء لپاره ضروری دي، دا وخت په ټولنه كښې زيات ښه كارونه نه كېږي٬ نو پھ دې مهال داسې رفاعی ادارو جوړول د كوم نعمت څخه كم نه دي، اېس او اېس چلډرنز ویلج د انسانیت خذمت لپاره لويه فریضه ترسره كوي۔ ده د زيارت په ورځ د لاهور په ګونر هاؤس كښې د اېس او اېس ویلج ماشومانو سره د ملاقات په مهال خبرې اترې كولې۔ د اېس او اېس ویلج ماشومانو پلاوي مشري د ادارې مشر ثریا انور كوله۔ پھ دې مهال اولس مشر د اېس او اېس ویلج کارکردګۍ په اړه خبر كړې شو۔ اولس مشر د اېس او اېس ویلج کارکردګی ستائلو سره ووئيل دا اداره د انسانیت خذمت لپاره لويه فریضه ترسره كوي۔ اولس مشر د اېس او اېس ویلج پلاوي له باور وركړو چې ډير زر به د ادارې دوره وكړم ځكه چې داسې ادارې د انسانیت بقاء لپاره ضروری دي۔ اولس مشر د اېس او اېس ویلج ماشومانو نظمونه هم واوريدل او هغوي څخه ئې د تعلیمی سیلبس په اړه معلومات ترلاسه كړل۔ دې نه وړاندې ثریا انور اولس مشر ته ووئيل دا وخت په ټول هېواد كښې زمونږ د ادارې 14 سنټرز جوړ شوي چرته چې 2 زره څخه زيات ماشومان تعلیمی او نورو هلو ځلو كښې برخه اخلي او د دغه ماشومانو کفالت د شته منو په مرسته كېږي۔ دې ووئيل د 40 كلونو راهسې جوړ ټولو سنټرو كښې د 150 څخه زيات ماشومانو ته د تعلیم، صحت او د ژوند نور ضروریات ټولي اسانۍ وركړې كېږي