د هېواد دفاع لا قوي كولو له به هېڅ بې غوري ونه كړې شي

پېنډۍ 19 جولائي (اے پي پي)د پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوہ د هېوي انډسټريز ټېكسلا معياري پېداوار او د كاركردګۍ او عزم ستائنه كولو سره وئيلي دي هېوي انډسټري ټېكسلا د هېواد په روايتي دفاعي صلاحيت كښې استحكام لپاره تاريخي كردار لرې۔ ھغه دا خبرې د شورو په ورځ هېوي انډسټري ټېكسلا دورې په موقع خپلې وېنا كښې كولې۔ د آئي اېس پي آر له مخې د پوځ سر …

پېنډۍ 19 جولائي (اے پي پي)د پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوہ د هېوي انډسټريز ټېكسلا معياري پېداوار او د كاركردګۍ او عزم ستائنه كولو سره وئيلي دي هېوي انډسټري ټېكسلا د هېواد په روايتي دفاعي صلاحيت كښې استحكام لپاره تاريخي كردار لرې۔ ھغه دا خبرې د شورو په ورځ هېوي انډسټري ټېكسلا دورې په موقع خپلې وېنا كښې كولې۔ د آئي اېس پي آر له مخې د پوځ سر لښكر قمر جاوېد باجوہ د هېوي انډسټري ټېكسلا دوره وكړه چرته چې ھغه ته د فاعي پېداوار پحقله په روانو او د سباٶن منصوبو پحقله بريفنګ وركړې شو ۔ د پوځ سرلښكر د هېوي انډسټريز ټېكسلا معياري پېداوار لپاره د كاركردګۍ او عزم ستائنه وكړه۔ ده هېوي انډسټريز ټېكسلا (اېچ آئي ټي) چيئرمېن ته د روانو منصوبو په وخت د تر سره كولو امر وكړو او په دې لړ كښې د هر ډول مرستې باور وركړو۔ د پوځ سرلښكر جنرال قمرجاوېد باجوہ د اېچ آئي ټي د بېلا بېلو څانګو دوره وكړه ۔ دې څخه وړاندې چې كله سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوہ هېوي انډسټريز ټېكسلا ته اورسېد نو نو د اېچ آئي ټي چېئرمېن لېفټېننټ جنرال نعیم اشرف ٬ د دفاع سېكتر لېفټېننټ جنرال (ر) محمد اعجاز چوهدري د ده هركلے وكړو