اسلام آباد 19 جولائی (اے پی پی) د كورنيو چارو دوهم وزير انجینئر بلیغ الرحمان وئيلي دي د سائبر كرائم په حقله ګيلې پرله پسې زياتېږي،په كال 2017 كښې 4030 ګيلې ترلاسه شوي او 83 كسان نيولې شوي دي ٬۔ ده ووئيل حكومت د رايو آزادۍ په څرګندونه د بنديز لګولو په حق كښې نه دے ، سائبر كرائم ایكټ به سیاسی مقاصد له ونه كارولې شي ، بايد د …
د سائبر كرائم په حقله ګيلې پرله پسې زياتېږي، حكومت د رايو آزادۍ په څرګندونه د بنديزپه حق كښې نه دے

مزید خبریں
اسلام آباد 19 جولائی (اے پی پی) د كورنيو چارو دوهم وزير انجینئر بلیغ الرحمان وئيلي دي د سائبر كرائم په حقله ګيلې پرله پسې زياتېږي،په كال 2017 كښې 4030 ګيلې ترلاسه شوي او 83 كسان نيولې شوي دي ٬۔ ده ووئيل حكومت د رايو آزادۍ په څرګندونه د بنديز لګولو په حق كښې نه دے ، سائبر كرائم ایكټ به سیاسی مقاصد له ونه كارولې شي ، بايد د رايو آزادۍ څرګندونه هم پخپل حد كښې وشي۔ د شورو په ورځ سېنېټ كښې د الیكټرانك كرائم بل په اړه په تحریك بحث راغونډولو سره ده ووئيل ما داخله سيكتر ته په يوه اوونۍ كښې د راپور جوړولو وئيلي۔ يوه مياشت وخت وركړې شوې او د هغې به تفصیلی راپور جوړولې شي۔ ده ووئيل ټولو په ګډه دا قانون جوړ كړې ، دا خبره به باوري كول وي چې د دې غلط استعمال ونه كړې شوي۔ ده ووئيل كومه هم كمېټي چې اېف آئی اے راوبلي ، اېف آئی اے به وړاندې كېږي۔ ده ووئيل 2017ء كښې 559 انكوائری رجسټرډ شوي ، پھ دې بل كښې يو میكنزم دے، اېف آئی اے انكوائری رجسټر كولو سره مجسټریټ څخه اجازه ترلاسه كوي۔ 2017ء كښې 4030 ګيلې راغلي ، 102 اېف آئی آرز درج شوي او 83 كسان نيولې شوي











