د هېواد پرمختګ او څوكالۍ له د وزيراعظم محمد نواز شريف پھ قيادت كښې د سرمايه كارۍ ښه پالېسو تسلسل ته اړتيا ده

سيالكوټ 19 جولائي (اے پي پي) د سيالكوټ ايوان صنعت او تجارت عهديدارو او ځايې كاروباري كسانو د اوسني حكومت اقتصادي پالېسو او معاشي اقداماتو د بشپړه باور څرګندونې سره پھ دې خبره زور راوړې چې د هېواد پرمختګ او څوكالۍ له د وزيراعظم محمد نواز شريف پھ قيادت كښې د سرمايه كارۍ ښه پالېسو تسلسل ته اړتيا ده۔ دوي دا خبره د شورو په ورځ د چېمبر تر سيوري …

سيالكوټ 19 جولائي (اے پي پي) د سيالكوټ ايوان صنعت او تجارت عهديدارو او ځايې كاروباري كسانو د اوسني حكومت اقتصادي پالېسو او معاشي اقداماتو د بشپړه باور څرګندونې سره پھ دې خبره زور راوړې چې د هېواد پرمختګ او څوكالۍ له د وزيراعظم محمد نواز شريف پھ قيادت كښې د سرمايه كارۍ ښه پالېسو تسلسل ته اړتيا ده۔ دوي دا خبره د شورو په ورځ د چېمبر تر سيوري لاندې دستورې ته پھ خپل خطاب كښې وكړه۔ د دې نه وړاندې وزيراعظم محمد نواز شريف ايوان صنعت او تجارت كښې د رياض الدين شېخ بزنس اينډ ټرېډ سنټر پرانسته وكړه۔ په دې موقع د اوبو او برېښنا وفاقي وزير خواجه محمد آصف٬د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال او د تجارت وزير خرم دستګير هم موجود وو۔ د دې نه وړاندې ايوان صنعت او تجارت ته په رسېدو د ايوان صدر٬عهديدارو او د سيالكوټ كاروباري ورورولۍ د وزيراعظم هركلے وكړو۔ د سيالكوټ د ايوان صنعت او تجارت نورو عهديدارو او كاروباري شخصياتو د وزيراعظم په قيادت كښې دمعاشي استحكام ستائنې سره ووئيل د سلامتيا صورتحال ښھ كېدو او ښه كاروباري چاپېرچل سره د سرمايه كارو باور زيات شوې ٬اوسني حكومت د برېښنا په بحران قابو موندلې۔ دوي ووئيل چې د حكومت د سرمايه كارۍ ښه پالېسو تسلسل ته اړټيا ده۔دوي د حكومت د سرمايه كارۍ په ښه پالېسو او په اقتصادي هلو ځلو د باور څرګندونه وكړه۔ كاروباري كسانو د لاهور سيالكوټ موټروے جوړولو په اړه د وزيراعظم اقدامات ستائېلو سره ووئيل چې دې سره به اقتصادي هلې ځلې زياتې شي