عمران خان تل د پاكستان په ضد كارونو كښې برخه اخستې

مانسهره 18 جولائي (اے پي پي) د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار محمد يوسف وئېلي دي چې عمران خان تل د پاكستان په ضد كارونو كښې برخه اخستې٬ ده د وړومبې دهرنې له امله د سي پيك د ناكامولو هڅه كړې٬ د پاكستان د پرمختګ په ضد سازشونو كښې د تحريك انصاف كردار تل وړاندې وړاندې راغلې٬د سي پيك له امله د هېواد پرمختګ په سمه لار روان شوے٬د پي …

مانسهره 18 جولائي (اے پي پي) د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار محمد يوسف وئېلي دي چې عمران خان تل د پاكستان په ضد كارونو كښې برخه اخستې٬ ده د وړومبې دهرنې له امله د سي پيك د ناكامولو هڅه كړې٬ د پاكستان د پرمختګ په ضد سازشونو كښې د تحريك انصاف كردار تل وړاندې وړاندې راغلې٬د سي پيك له امله د هېواد پرمختګ په سمه لار روان شوے٬د پي ټي آئي حكومت د يهوديانو په ايجنډه روان دے۔ هغه تېره ورځ په بټل او هل كوټ كښې د بېلا بېلو پروژو پرانستو دستورو ته خطاب كولو۔ پھ دې موقع د مانسهره ضلع ناظم سردار سيد غلام٬د ضلع كونسل غړي حاجي عبدالقدير٬جاوېد سالار٬شاه خان٬تحصيل ممبران احمد يار خان او انور خان چوهان هم موجود وو۔ په دې موقع ده بېلو سړكونو او واټر سپلائي سكيمونو پرانسته وكړه۔ ده ووئيل چې د ګلي ګډ تاكهن شكوره سړك 2 كروړه روپوماليت سره بشپړ شوې۔ وفاقي وزير د ستهان ګلي واټر سپلائي سكيم پرانستې نه پس اولسي غونډې ته خپل خطاب كښې ووئيل چې سي پیك سره به پاكستان كښې د څوكالۍ يو نوې دور پیل شي٬پاكستان به په يو څوكلونو كښې پھ پرمختلليو هېوادونو كښې شامل شي۔ ده ووئيل چې نواز شريف د هېواد پرمختګ له كار كوي دغسې د هېواد دښمن قوتونه د نواز شريف په ضد سازشونو كښې بوخت دي۔