وزيراعظم محمد نواز شريف په پیښور كښې د اېف سي په ګاډي د بريد سخته غندنه وكړه

اسلام آباد 17 جولائی (اے پی پی) وزيراعظم محمد نواز شريف د ګل په ورځ په حيات آباد پیښور كښې د فرنټيئر كور په ګاډي د بريد سخته غندنه كړې په كوم كښې چې ميجر جمال شيران شهيد او نور څلور اهلكار ژوبل شوي دي۔۔ وزيراعظم ووئيل چې دا ډول عناصر د رحم مستحق نه دي او د انتهاخوښو او ترهه ګرو په ضد ټول قام يو موټې دے۔ ده …

اسلام آباد 17 جولائی (اے پی پی) وزيراعظم محمد نواز شريف د ګل په ورځ په حيات آباد پیښور كښې د فرنټيئر كور په ګاډي د بريد سخته غندنه كړې په كوم كښې چې ميجر جمال شيران شهيد او نور څلور اهلكار ژوبل شوي دي۔۔ وزيراعظم ووئيل چې دا ډول عناصر د رحم مستحق نه دي او د انتهاخوښو او ترهه ګرو په ضد ټول قام يو موټې دے۔ ده صوبائي حكومتونو ته هم هدايت وكړو چې ژوبل شويو ته دې هر ډول طبي آسانۍ وركړی شي۔ وزيراعظم محمد نواز شريف د ميجر جمال شيران په قيمتي ځاني زيان د افسوس څرګندونه كولو سره د ده لوړو درجو او غم جنې كورنۍ له د زغم دعا هم وكړه