وائس چيف آف ايئر سټاف ايئر مارشل اسد لودهي وفاقي وزير له د هوائي ځواك روانو او د پېل كېدونكو پروژو په اړه بريفنګ وركړو

اسلام آباد 14 جولائي (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار په مشرۍ كښې د پاكستان ايئر فورس مالي ضروريات په اړه د چارو جاج اخستو له يوه غونډه وشوه۔ وائس چيف آف ايئر سټاف ايئر مارشل اسد لودهي وفاقي وزير له د هوائي ځواك روانو او د پېل كېدونكو پروژو په اړه بريفنګ وركړو۔ده په دې پروژو د عملدرآمد شيډول نه هم د خزانې وزير خبر …

اسلام آباد 14 جولائي (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار په مشرۍ كښې د پاكستان ايئر فورس مالي ضروريات په اړه د چارو جاج اخستو له يوه غونډه وشوه۔ وائس چيف آف ايئر سټاف ايئر مارشل اسد لودهي وفاقي وزير له د هوائي ځواك روانو او د پېل كېدونكو پروژو په اړه بريفنګ وركړو۔ده په دې پروژو د عملدرآمد شيډول نه هم د خزانې وزير خبر كړو۔پھ دې موقع وفاقي وزير ووئيل حكومت د هوائي ځواك پشمول د وسله والو ځواكونو د هېواد او د قام دفاع او سلامتيا په اړه په ذمه وارۍ ترسره كولو لپاره د آسانيو وركولو ته پام لرنه كوي۔ده په ضرب عضب او ردالفساد عملياتو كښې د پاك فضائيه كردار وستائېلو۔ده ووئيل حكومت او قام د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د وسله والو ځواكونو بشپړه مرسته كوي۔اسحاق ډار ووئيل په هېواد كښې د امنيت ښه وضعې په سوب نړيوالې كمپنۍ او سرمايه كار پاكستان كښې د كاروباري موقعو لټولو ته پام كوي۔د خزانې سېكتر سره د خزانې د وزارت او هوائي ځواك اعلٰی چارواكي هم غونډه كښې موجود وو۔(