د اسلام آباد هوائي اډې نوم تجويز كولو لپاره خاص كمېټي جوړه كړی شوه٬پېټروليم لټولو لپاره پھ اېم او يو لاس ليك لپاره كويت سره د خبرو پېل كولو منظوري وركړې شوه

اسلام آباد 13 جولائی (اے پي پي) د وزيراعظم محمد نواز شريف په مشرۍ كښې د وفاقي كابينې غونډه د زيارت په ورځ په وزيراعظم هاؤس كښې وشوه۔د وزيراعظم هاؤس د مېډيا څانګې له مخې كابينې د اسلام آباد هوائي اډې نوم تجويز كولو لپاره خاص كمېټي جوړه كړه۔په كمېټۍ كښې د جهازونو او بندرځايونو وفاقي وزير مير حاصل بزنجو٬د وزيراعظم خاص مرستيال عرفان صديقي٬د اطلاعاتو دوهمه وزيره مريم اورنګزېب …

اسلام آباد 13 جولائی (اے پي پي) د وزيراعظم محمد نواز شريف په مشرۍ كښې د وفاقي كابينې غونډه د زيارت په ورځ په وزيراعظم هاؤس كښې وشوه۔د وزيراعظم هاؤس د مېډيا څانګې له مخې كابينې د اسلام آباد هوائي اډې نوم تجويز كولو لپاره خاص كمېټي جوړه كړه۔په كمېټۍ كښې د جهازونو او بندرځايونو وفاقي وزير مير حاصل بزنجو٬د وزيراعظم خاص مرستيال عرفان صديقي٬د اطلاعاتو دوهمه وزيره مريم اورنګزېب او د وزيراعظم خاص مرستيال بېرسټر ظفرالله شامل دي۔د كابينې په غونډه كښې د سوئي نادرن ګيس پائپ لائن لمېټډ اېس اېن جي پي اېل٬د پیټروليم او قدرتي وسيلو د منيجنګ ډائرېكټر/چيف ايګزېكټيو آفيسر د ټاكنې منظوري وركړی شوه۔كابينې د آئل اينډ ګيس ريګوليټري اتهارټۍ(اوګرا)د غړو د ګاز او تېلو د ټاكنې د شرائطو او ضوابطو هم منظوري وركړه۔په غونډه كښې د مئي په 29مه نېټھ 2017 ٬ د مئي پھ 30مه نېټه 2017م د جون په 6مه نېټھ 2017م د مئي په 30مه نېټھ 2017 ٬ د جون په 7مه نېټھ 2017م ٬د كابينې د توان د كمېټۍ په غونډو كښې د شويو پريكړو او د كابينې د اقتصادي رابطه كمېټۍ د جون د 17مې نېټې 2017م د شويو پريكړو توثيق وكړو۔كابينې د پاكستان او مالديپ ترمينځه د سېلګرۍ په څانګه كښې د اړيكو ودې په اړه اېم او يو لاس ليك لپاره د خبرو اترو او د لاس ليك كولو٬د پاكستان ټرېډ ډوېلپمنټ اتهارټۍ او د كرغزستان د سرمايه كارۍ د ودې د رياستي ايجنسۍ ترمينځه په اېم او يو د خبرو پیل كولو او د لاس ليك٬د پاكستان ټرېډ ډوېلپمنټ اتهارټۍ او د تاجكستان د اقتصادي پرمختګ او د تجارت وزارت ترمينځه په اېم او يو د خبرو پېل كولو او د لاس ليك كولو د پاكستان ټرېډ ډوېلپمنټ اتهارټۍ او د آذربائيجان د ايكسپورټ فاؤنډېشن ترمينځه په اېم او يو د خبرو پېل كولو او د لاس ليك كولو منظوري وركړه۔په غونډه كښې د پاكستان او مالديپ ترمينځه د مالديپ د سول سروس كمېشن لخوا نېشنل سكول آف پبلك سره په اېم او يو د لاس ليك منظوري وركړه۔كابينې مالديپ لپاره د لس ملين ډالرو د ډيفنس كرېډېټ لائن پرانستلو لپاره د اېم او يو په مسوده د خبرو پېل كولو منظوري هم وركړه۔د پاكستان او آذربائيجان ترمينځه د فضائي خذماتو لوظ نامې لپاره د خبرو پېل كولو منظوري هم وركړی شوه دغسې لوظ نامې لپاره د سربيا سره د خبرو پېل كولو منظوري هم وركړی شوه۔برازيل سره د فضائي خذماتو لوظ نامې پھ لړ كښې د خبرو پېل كولو اصولي منظوري هم وركړی شوه۔په غونډه كښې د ماحولياتي بدلون په اړه د ملګرو ملتونو د فريم ورك كنونشن په كيوټو پروټوكول كښې د دوحه ترميم قبلولو منظوري وركړی شوه۔د ډيزاسټر منيجمنټ په څانګه كښې د مرستې په لړ كښې د قزاخستان د كمېټۍ او د اېن ډي اېم اے ترمينځه په اېم او يو د لاس ليك د دفاعي مرستې په څانګه كښې د پاكستان او انډونېزيا ترمينځه د لوظ نامې منظوري وركړې شوه٬په غونډه كښې د تهائي لينډ او پاكستان ترمينځه د دفاعي مرستې په اېم او يو د لاس ليك د دفاعي پیداوار وزارت او د پولينډ د قومي دفاع وزارت ترمينځه د اېم او يو په مسوده د خبرو پېل كولو منظوري هم وركړی شوه۔د پاكستان او كيوبا ترمينځه د سېلګرۍ په څانګه كښې د اېم او يو منظوري وركړی شوه٬كابينې د تركيې او پاكستان ترمينځه د لوړو زده كړو په څانګه كښې د مرستې په لوظ نامه د خبرو پېل كولو او د لاس ليك كولو منظوري هم وركړی شوه۔د خارجه وزارت او د نائيجر د خارجه وزارت ترمينځه د دوه ا ړخيزه مشاورت په اړه په اېم او يو د خبرو پیل كولو منظوري وركړې شوه۔د پاكستان سټېټ بانك او د روسيې د مركزي بانك ترمينحه د دوه اړخيزه مرستې په اېم او يو د لاس ليك كولو منظوري وركړې شوه۔د پاكستان فنانشنل مانيټرنګ يونټ او د تركمانستان ترمينځه د مني لانډرنګ او د ترهه ګرو د فنانسنګ پھ اړه د مالياتي انټلي جنس په تبادله كښې د مرستې په اړه د اېم او يو د توثيق منظوري وركړې شوه۔كابينې د خارجه وزارت او د زمبابوے د خارجه وزارت ترمينځه د مشاورت په لړ كښې په اېم او يو د خبرو پېل كولو منظوري وركړه۔كابينې د خارجه وزارت او د ايتهوپيا٬د خارجه وزارت او د سنييګال د خارجه وزارت او د كېنيا د خارجه وزارت٬او د رومانيه د خارجه وزارت ترمينځه د دوه اړخيزه مشاورت په اړه د پروټوكول لاس ليك كولو منظوري هم وركړه۔كابينې د پاكستان او ازبكستان ترمينځه د كركيلې په څانګه كښې د مرستې په لړ كښې د اېم او يو٬ يوګينډا سره د كركيلې په څانګه كښې د مرستې په لړ كښې په اېم او يو لاس ليك لپاره د خبرو پېل كولو اصولي منظوري وركړه۔په غونډه كښې پېټروليم لټولو لپاره پھ اېم او يو لاس ليك لپاره كويت سره د خبرو پېل كولو منظوري وركړې شوه٬په غونډه كښې بېلا بېلو هېوادونو سره په اېم او يوز د خبرو پیل كولو لاس ليك كولو او د ټېكسونو د دوه اړخيزه مرستې د لوظ نامو منظوري هم وركړې شوه۔كابينې د سوډان او پاكستان ترمينځه د كارټن ريسرچ ډوېلپمنټ په ا ړه د خبرو پیل كولو اصولي منظوري هم وركړه